خوست؛ باک ولسوالۍ کې د کمپایني عسکرو له لوري وژل شوي ملکي وګړي

یوناما بهرنیان یوازې د دوه سلنه ملکي تلفاتو مسؤل بللي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور، بهرنیان یوازې د دوه سلنې مرګ ـ ژوبلې مسؤل بللي دي.

د دې راپور پر اساس په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه د تېرو لسو کلونو د همدې مودې په پرتله ډېره شوې ده.

راپور زیاتوي چې په شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو ۵۱۲۲ پېښې دوی ثبت کړې، چې پکې ۱۶۹۲ تنه وژل شوي او ۳۴۲۰ نور ټپیان دي.

د یوناما د راپور له مخې په وژل شویو کې ۵۴۴ ښځې او ۳۶۳ تنه ماشومان هم شامل دي او همدارنګه په ټپیانو کې ۹۹۲ ماشومان او ۳۸۷ ښځې هم ټپيانې شوې دي.

که څه هم په روان کال کې د ټرمپ د ستراتېژۍ مطابق هوايي بریدونو کې پرلپسې زیاتوالی راغی، چې یوازې په لومړیو دریو میلادي میاشتو کې د ۱۱۸۶ بریدونو راپور ورکړل شو، چې ډېری تلفات يې ملکي وګړو ته اړولي دي، خو بیا هم يوناما بهرني ځواکونو یوازې د دوه سلنې مرګ ژوبلې مسؤل بولي.

راپور افغان ځواکونو د ۱۷ سلنې او طالبان او داعش يې په ګډه د ۶۷ سلنې مرګ ژوبلې مسؤل بللي دي.

دا په داسې حال کې دی چې یوازې په تېرو دوو اونیو کې په خوست، لوګر، ننګرهار او پکتیا کې د بهرنیانو او افغان ځواکونو له لوري د درنو ملکي تلفاتو راپورونه ورکړل شول.

زرمت کې وړمه ورځ د کورنیو او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې شاوخوا ۴۴ تنه ملکي وګړي ووژل شول، چې توند غبرګونونه يې را وپارول.

په تېرو شپږو میاشتو کې اپریل میاشت کې کندوز د هغې خونړۍ پېښې شاهد و، چې د دشت ارچي دفتاڼو بازار کې پر مدرسه بمبار کې د لسګونو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ تنه ولسي وګړي ووژل شول او تر ۲۰۰ ډېر نور ټپیان شول.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د