fbpx
تصویر؛ له ارشیفه

کاپیسا: اربکي قومندان، اربکی قومندان وژلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کاپيساي امنیتي مسؤلین وايي تګاب ولسوالۍ کې د اربکي قومندانانو تر منځ جګړه کې یو قومندان وژل شوی دی او دوه مېرمنې ټپي شوې دي.

د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد حکیم عظیمي وايي پېښه پرون د قومندان وسیق الله او سنګر تر منځ چې دواړه د اربکیانو ځايي قومندانان دي، رامنځته شوې ده.

هغه د جګړې علت نه دی ښوودلی، خو ويلي يې دي په جګړه کې قومندان وسیق الله وژل شوی او د کورنۍ يې دوه مېرمنې ټپیانې شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د اربکيانو تر منځ د جګړې خبر ورکول کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د اربکیانو تر منځ ډېری په اخلاقي فساد او نشه یی توکو د شخړې او جګړې خبرونه ورکړل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د