ډاکټر غني: د ګوندونو مشران د خلکو استازیتوب نشي کولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ په هېواد کې د ګڼو فعالو ګوندونو او ډلو مشرانو او استازو په یوه غونډه کې د ټاکنو روانه پروسه بې باوره وبلله او ټينګار يې وکړ چې ټوله پروسه له سره شروع شي.

محمد اشرف غني د هغوی په غبرګون کې ويلي، دوی د ملت استازیتوب نشي کولی او دا حق هم نه لري چې په دې پروسه کې مداخله وکړي.

تېره ورځ په ياده غونډه کې انجینر ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، محمد محقق، یونس قانوني، باتور دوستم، انوارالحق احدي، سید حامد ګیلاني، اسدالله سعادتي او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په استازيتوب ضرار احمد مقبل برخه اخیستې وه.

محمد اشرف غني نن سهار په ارګ کې وویل، دا سیاسیون «چې د ملت په استازیتوب خبرې کوي چا ټاکلي؟ څو سلنه رايې يې اخیستې او کله ملت دا صلاحیت ورکړی چې استازیتوب يې وکړي؟»

Gwanduna -di

کابل کې د ګوندي مشرانو د ناستې یوه څنډه

هغه دعوه وکړه چې دی د خلکو په رایو راغلی، نه يې له زوره او نه هم له زره کار اخیستی، هغه د ګوندونو مشرانو ته په اشارې وویل: «راشئ د ټاکنو د مبارزې میدان ته را ګډ شئ!»

د ګوندونو او ډلو مشرانو پرون یوه شریکه اعلامیه خپره کړه چې په یوه برخه کې يې په ګواښمن انداز لیکلي، که روانه پروسه چې «د افغانستان لپاره حتمي بحران راوړونکې ده» لغوه نشي، دوی به يې د مخنیوي په برخه کې بشپړه هڅه وکړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
پشتون
میلمه
پشتون

اللهم اشتغل الظالمین با الظالمین و آخرجنا من بینهم السالمین و الغانمین