لوګر کې ټول ښوونځي تر نامعلوم وخته رخصت شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د پوهنې ریاست وايي په ټول ولایت کې يې د ستونزو له امله ټول ښوونځي رخصت کړي دي.

د دې ریاست ویاند شاپور عرب وايي د ځینو ښوونکو د ډبولو او د څو ښوونځيو له سوځولو وروسته يې د پوهنې وزارت له امر سره سم تر نامعلوم وخته ټول ښوونځي رخصت کړي دي.

هغه وايي ستونزې ورته ځايي طالبانو جوړې کړې دي، خو د سیمې د قومي مخورو او د زده کوونکو د والدینو په وسیله يې ورسره خبرې روانې دي چې ژر به ستونزه حل شي.

طالبانو پرلپسې د پوهنې په برخه کې خنډ اچونه بشپړه رد کړې، خو د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین ټينګار کوي چې ستونزې ورته طالبانو جوړې کړې دي.

د لوګر ځايي اوسېدونکي هم وايي چې د ځايي طالبانو او حکومت تر منځ ناندریو کې د ښوونځيو تړل د فشار په توګه کارول کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د