fbpx

فرانسې د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله

نن ټکي اسیا (یکشنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): فرانسې لوبډلې پایلوبه کې خپلې سیال لوبډلې کرویشیا ته ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام اتلولي یې وګټله.

د فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې فرانسې لوبډلې خپلې سیال لوبډلې ته په څلور – دوه ماتې ورکړه او د فوټبال نړیوال جام یې د دویم ځل لپاره وګاټه.

په روسیې هېواد کې د ۲۰۱۸ میلادي کال فوټبال نړیوال جام پایلوبه د فرانسې په بریا پای ته ورسېده چې د فیفا په تاریخ کې فرانسه د دویم ځل لپاره دا اتلولي وګټله.

لوبه د افغانستان پر وخت د وروستي مراسمو نه وروسته په ۷:۳۰ بجې پېل شوه، چې په کې کرویشیا په ۱۸مه دقیقه کې ستره غلطي وکړه، او پخپله یې د فرانس لپاره ګول وواهه.

په دې سره پر کرویشیا لوبډلې فشار زیات شو، خو وروسته یې په ۲۸مه دقیقه کې ځوابي ګول وواهه او لوبه یې مساوي کړه، خو په ۳۸مه دقیقه کې یو ځل بیا کرویشیا لوبډلې غلطي وکړه او د ګول په دائره کې یې توپ په لاس وواهه چې د لوبڅار لخوا پینالتي ورکړل شوه.

د فرانسې لوبډلې تکړه لوبغاړي انتیني ګریزمن پینالتي ګول وواهه، چې وروسته پوګبا درېیم او کالن مباپی د فرانس لپاره څلورم او وروستی ګول په ۶۵مه دقیقه کې وواهه، چې د کرویشیا لپاره یې بریا ستونزمنه کړه.

په ۶۹مه دقیقه کې کرویشیا لوبډلې دویم ګول وواهه، خو تر پایه له سختو حملو وروسته هم ونه توانېدل بل ګول ووهي او په دې سره فرانسې لوبډلې په ۴-۲ بریا خپله او د نړیوال جام اتلولي وګټله.

که څه هم له ګولونو پرته کرویشیا لوبډله په هر څه کې له فرانسې مخکې وه خو لکه څرنګه چې له هر څه ګول مهم دی نو فرانس وړاندې وو او خپل حق یې ترلاسه کړ.

فرانسې لوبډلې د دویم ځل لپاره د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله، چې له دې شل کاله وړاندې یې په ۱۹۹۸م نړیوال جام کې برازیل لوبډلې ته په اسپانیا کې ماتې ورکړې وه او اتلولي یې خپله کړې وه.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۸م فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۳۲ لوبډلو په مرسته د روسیې هېواد په بېلا بیلو ښارونو کې ترسره شوې، چې فرانسه اتله، کرویشیا دویمه او بیلجیئم درېیم مقام خپل کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د