fbpx

امریکا له طالبانو سره مخامخ مذاکرات کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): سپینې ماڼۍ خپلو جګپوړو ډیپلوماټانو ته ویلي چې له طالبانو سره د نېغ په نېغه مذاکراتو هڅه وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا ګام د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې مهم بدلون بللی او د ګڼو لوړپوړو امریکايي او افغان چارواکو په حواله یې تایید کړی.

د ورځپاڼې په باور د دغه ستراتیژیک بدلون په نتیجه کې به د طالبانو او امریکا دریځونه یوتربله نږدې شي او د دواړو ترمینځ رسمي مذاکراتو ته لاره هواره شي.

تر دې وړاندې طالبانو تل له امریکایانو سره په مذاکراتو ټینګار کړی، خو د امریکا ټینګار بیا دا وه چې افغان حکومت دې په مذاکراتو کې ونډه واخلي.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا وروستی موقف ښيي چې افغان او امریکايي چارواکي دې نتیجې ته رسیدلي چې د ټرمپ ستراتیژي د طالبانو د پرمختګونو په مخنیوي کې پاموړ بدلون نه دی راوستی.

د ورځپاڼې په وینا، که څه هم تراوسه د مذاکراتو نیټه نه ده ټاکل شوې او لا هم دا اندیښنه شته چې په دې تازه تګلاره کې بدلون راشي، خو له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته د امریکا چمتووالی د دې ښکارندويي کوي چې سپينه ماڼۍ غواړي په افغانستان کې د جمود له اوسني وضعیته راووځي.

نیویارک ټایمز لیکي چې دا پرېکړه د ټرمپ د امنیتي سلاکارانو لخوا تېره میاشت شوې ده.

تېره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر (مایک پمپیو) کابل ته په لنډ سفر راغلی و. دغه راز د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې لوړپوړې ډیپلوماټې (الیس ویلز) هم کابل ته سفر کړی او له افغان چارواکو سره یې کتلي و.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا هڅه کوي مخکې له مخکې افغان حکومت ته قناعت ورکړي چې له طالبانو سره د مذاکراتو هدف دا نه دی چې د ملي یووالي حکومت د ځایناستي په اړه بحث وشي، بلکې د جګړې پای ته رسول یې موخه ده.

وړاندې د اوباما د واکمنۍ پرمهال امریکا له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته چمتووالی ښوولی و او طالبانو په همدې موخه په قطر کې خپل سیاسي دفتر پرانیست. خو حامد کرزي د یادې اندیښنې له امله د دواړ غاړو ترمینځ د مذاکراتو مخالفت وکړ او د سولې هڅې تر پیل مخکې په ټپه ودرېدې.

نیوریاک ټایمز ته ځینو افغان چارواکو او سیاسي مشرانو ویلي چې ښايي له امریکا سره د طالبانو مخامخ خبرې به داسې مذاکراتو ته لار پرانیزي چې په هغې کې طالبان، افغان حکومت، امریکا او ګاونډي هیوادونه شامل وي.

تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یا طالبانو په دې اړوند رسما څه نه دي ویلي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دفغان مجاهد اولس د سپیڅلی جهعاد د بریاوو لمړی ستره بریا ټولو هیوادوالوو ته مبارکی وایم.
افغان مجاهدییدنو د نړیوال یهودی او صلیبی استعمار مالی او نظامی ملا کوی ورماتی کړی بلاخره یی د غرور کاسه چپه او خپله ترمپ د مجاهددینو ته سحده وکړه او د طالبانو سره یی مستقیمو خبرو کولو ته امادګی وشودله په به دی اړه به کیدی شی لیکنه ولیکم

محمد
میلمه
محمد

زه هم د الله متعال بیحده شکرونه او حمدونه وایم او ګرانو وطنوالو او ټولو مخلصو مسلمامانو او رښتیني مجاهدینو ته د زړه له کومي په لپو لپو مبارکۍ وایم — او دا زما یقین دی چې د خبرو په اولني وخت کې به ټول ارتباطي لوړ رتبه مامورین ،ملي فوجیان ، ملي پولیس ، حتی اربکیان به د اسلامي امارت ملاتړ وکړي او ولایتونه به یو په بل پسی د اسلامي امارت سره خپل یو ځای والی اعلان کړي او بالمقابل به اسلامي امارت عمومي عفوه کړي او ټولو سیاسی او اجتماعي ګوندونو ته به د فعالیت اجازه ورکړي… نور لوستل »

ابودجانه منګل
میلمه
ابودجانه منګل

ښه خبر : باید زر عملی شی، کاشکی چی د یرغل وړاندی یی د خپل سالم عقل کار اخیستی وای دومره بی ګناه او بی دفاع افغانان به له خاورو سره نه خاوری کیدای او افغانستان به په کنډواله نه بدلیدای. افغانان او افغانستان له فطرته ازاد او خپلواک دی نه د بل په ناموس او خاوره تیری کوی او نه د بل ظالم جابر او یرغلګر تیرۍ په خپله خاوره منلی شی.