ادبي لیکني

دا زمونږ دکلي ښکلي منظره ده

لیکنه: بخت الرحمن شرافت

نیاز محمد چې لس کاله وړاندي له کور، کلي او دیار څخه خوابدی شوی و، تیر اختر کورته راغی، نیاز محمد هغه وخت دپنځلس کلونو و چې کور او کلی یې خوشی کړی و.

نیاز محمد وايی هغه ګړی مي پریکړه وکړه چې نور به دا کلی پریږدم کله چې مي له کلیوالو سره یوځاي کلي ته څيرمه هدیره کې دشهیدانو ټوټه ټوټه جسدونه خاوروته وسپارل.

نیاز محمد وایې کلک عزم مي کړی و څو پوري چې سوله نه وي راغلې، نور به خپل ژوند کې دکلي نوم نه یادوم، ډیر مایوسه او ناهیلی شوی وم، له کلي څخه مخ دلوی سړک په لور روان شوم، کومي سپرلۍ ته وختم، څه به درته وایم دا و له هیواد څخه کوم بل هیواد ته لاړم هلته مي داسي سیمه غوره کړه، چې خلګ یې له خپلو روز مره کړنو او کارونو څخه علاه نور په هیڅ نه و خبر، بس ما هم دغه ځای غوره کړ، لس کاله له کلي څخه ورک شوم، چې څه مي ګټلې هغه به مي ذخیره کولې څو کومه ورځ واورم چې هیواد کې امن او سوله ده، راشم د سولي په چاپیریال کې ژوند وکړم.

وایې تیر اختر څخه یوه ورځ وړاندي خانو اکا له کوم چا سره چې مې دا تیر لس کاله خواري کوله بازار ته تللی و، راته يې وویل نیازک بچیه بازار ته تللی وم، خلګ سره غږیدو چې افغانستان کې سوله راغلې، طالب او عسکر سره غاړه په غاړه بازارونو او کلیو کې ناستې او جلسې کوي، ځیني په خنداګانو او مسکا او قهقهاو یو بل استقبالوي، ځیني نور بیا ديرو ا وکوټو کې سره ناست دسلاوو شپیلۍ یې ځمکه ننه ایستلې یو بل ته دتیر اوه لس کلیز جنګ دملامتیا ګوته نیسي.

خانو اکا وایې دا ټولي کیسې هلته بازار کې خلګو سره کولې، وایې طالب او عسکر دواړه دتیر اوږد جنګ او ناورین پړه بربهرنیو یرغلګرو ور اړوله، او نوره یې سره وعده کړې وه چې دواړه خواوې به دخپلو ټوپکو شپیلۍ دبهرني یرغلګر په لور ګرځوي.

نیازمحمد چې کله دخانو خبري واوریدې، ناکراره غوندي شو، او توجه یې خرابه شوه، خانو اکا باندي پوه شو چې نیازو بچی کوم چورت او فکر کې ډوپ شو، ورڅخه یې پوښتنه وکړه نیازو زویه ته لږ راته غوږ شه، چیري دي سوچ لاړی بس څو شیبو کې درته کیسه خلاصوم،‎ نیازمحمد ورته وایې خانو بابکه کیسه ژر ژر کوه نورمي دکلي ښکلا تر سترګو سترګو کیږي، نشم کولی چې نور دلته پاته شم، زه خو نا امنۍ مسافر کړی وم، ګډوډۍ او جنګونو له هیواد او کلي څخه پردی کړی وم، نور چې ستا له خولې کلي کي دسولي او امن خبري اورم دکلي ښکلا مي سترګوته ودریده، هغه شنه باغونه، شین، رود، دکلي سرته یخ کاریز، پاس په ونو پټ غر مي ددماغ پروجیکټر راته وړاندي دیواله باندي انځوروي، نور اجازه راکړه چې ځم، بس حساب راکوه زما ګټلي روپې ژر ژر برابروه نن ماښام روانیږم.

زه خو دغو ناخوالو ورک کړی وم، تاته مالومه ده چې په زړه کمزوری، لکن پاک زړی انسان یم، نه مي دومره همت درلود چې دهیواد او ولس په ننګه له طالب سره غره ته ختلی وی د یر غلګرو په مقابل کې مي سلا اوږې ته اچولې وای، او نه دومره پست او ټیټ همته وم چې دڅو پیسو په مقابل کې مي له یرغلګرو او دښمنانو سره دهیواد په یرغل کي مرسته کړې وای، بس غوره مي دا وبلله چې دڅه وخت لپاره له دې کلي څخه ووځم، داچې اوس دسولي او امن خبري اورم، نور یوه لحظه نسم تم کیدلی، هسي زما حساب راکوه او بخښنه راته کوه زه درڅخه نور ځم.

نیازو زویه یوه دقیقه راته غوږ کیږده بس همدغه ستا خبره مي درته کوله چې طالب او عسکر خو سره یوځای شوي دي، سوله خو راغلی، ځینی سره غیږه په غیږه دي سره اوښکي تویه وي ، او نور بیا یو او بل ته ګلې او شکوې کوي، چې دواړو په خپله خوښه او مرضي ټوپک غاړې ته نه دئ و اچولی، داجنګ تپل شوي جنګ دئ، عسکر جان ورته وایې زما ورک شوی او غرو ته ختلې ورروه که ته خپل لوړ همت، دازادۍ ا وخپلواکۍ مینې اړکړې چې کلي کور پریږدې، زه بیا کمزوري زړه او ټیټ همت غولولی وم دڅو پیسو په مقابل کي له دښمن سره ودریدم، نور مي پریکړه کړې او په دې پوه شوی یم چې زمونږ هیواد کې دناخوالو او جنګونو اصلي عامل څوک دي، نور زما تیره ګناه راته وبښه درسره مي وعده ده چې ددغه تور ټوپک خوله به ستا سره په ګډه داصلي دښمن په خوا اړوم، مکار دښمن دوې لسیزي دهیواد دبیا ودانه ونې او جوړوني په نوم وغولولم، بس نور پوه شوم چې دښمن خپلي ګټي لري زما او ستا دهیواد اوبچو غم ورسره نشته.

بس خانو اکا داچې زما کلیوال او هیواد وال په دې پوه سوي چې دټولو ناخوالو او ناورینونو مور بهرنیان دي، اوس به هیواد کې ضرور امن او سوله راځي او هیواد به مي ابادیږي، غوټه مي راکړه دخداي په امان.

خانو اکا وایې، نیازو بچیه تقریبا دوې لسیزي تیري شوې له خلګو اورم چې ستاسو هیواد ته دنړۍ ټولو هیوادونه پیسې ورکړې چې کله کورته ورسیدې دبیا ودانه ونې، پراخو پراخو سړکونو او نوي کیندل شویو کانالونو څو خوندور عکسونه را ولیږه ځکه بازار کې خلګو سره ویل چې داسي سړکان جوړ شوي چې هر کیلومټر باندي یې اته ملیونه ډالر مصرف کړي، دلته خو تلفون او نور دخبرو شیان کارنه کوي، د ګلو نمبر درسره واخله هغه بازار کې اوسیږي دهغه تلفون ته یې راولیږه، د ګلو یې چل زده دئ له تلفون څخه یې راباسي، ځه نیازو بچیه له کنډوالو راغلی وي، پرجنت غوندي وطن به ورشې.

داختر دومه ورځ وه نیازو شپه او ورځ دواړه وهلې وه سهار وختي دملا له اذان سره کورته ورسیدی، له سړکه او تر کوره شا اوخوا ګوري څو کومه ښه منظره دصبا لپاره انتخاب کړي او صبا یې عکس واخلي خانو اکا ته یې ولیږي، شپه وه کومه منظره یې ترسترګو نه شوه، راغی کورکي یې ورته مشر ورور دروازه خلاصه کړه نیازو یې لومړي سرکې ونه پیژانده، له خبرو کولو څخه وروسته یې ورباندي څنګلي چاپیره کړې او مخ باندي يې ښکل کړ.

سهار سو لمر راپورته سو، نیازو له خپل وراره نعیم سره له کوره ووت څو دکلي خواکی دشنه راده عکس واخلي او خانو اکاته یې ولیږي، که ګوري شین رود کې یوڅاڅکی اوبه نشته، لاندي دباغونو خواته لاړ، باغونه هم ټول وچ دي هیڅ نه لیدل کیږی، دغره خواته یې وکتل غر هم ورته توري ډبري ښکاره سو، دکلي دمدرسي ، ښونځۍ او کلنیک خواته ورغی، دلته هم هرڅه وران ویجاړ پراته وه، اخیرکي دهغه سړک خواته ورغی کوم چې یو کیلومټر باندي یې اتیا لکه ډالر مصرف شوی وه، سړک هم ورته کنډ اوکپر ښکاره شو، دمسجد جګ منار هم نړیدلی وه، دکلنیک تعمیر کنډر و، دښونځۍ خواته چې یې وکتل، زاړه اثرات نه ښکاریدل ولي خواته یې دنوي مسجد مدرسې او ښونځۍ د ودانیو د بنسټ ډبره ښودل شوې وه.

نیازو دلته یو ګړی ودریدی یو دریاب اوښکي یې مخ باندي راخوشي شوي، وراره یې فکر وکړ چې کیدای شي تره یې دمحمد او شیربانو په شهادت خبر وي د مسجد، مدرسې او ښونځۍ دبنسټ له ډبرو سره یې هغه سترګو ته دریدلي وي ځکه یې مخ باندي باران په شان اوښکي راخوشي شوې.

نیاز محمد کوم عکس وانه خیست ناهیلی کورته راغی دلته کورکې چی او ناشته هم تیار شوي وو، کلیوال هم خبرشوي و، چې دحاجي لالو اکا، لس کاله ورک زوي نیاز محمد پیداشوی، ټول کلیوال یې پوښتنې ته راغلو، دنیازو بابک کورکي ساتلي شیواری مږ حلال کړی و، خلګو ته یې دغرمې ډوډۍ لپاره بلنه ورکړې وه.

خلګ یو په بل پسي راځي له نیازو سره غاړه په غاړه کیږي، او پلارجان ته یې د ورک زوي مبارکي ورکوي، ورته وایې حاجي لالو اکا مبارک مړ زوي دي راژوندی سو، الله ته شکرونه وباسه د رب لوي رحم درباندي وشو.

نیازو چې دکلي ټول خلګ ولیدو یو په بل پسې مهمان خانې ته راځي خو محمد چې دنیاز محمد انځولی او دکوچنیوالي ډير نږدې ملګری یې وه ، په کلي کې په نابغه ماشوم باندي مشهور و، دمدرسې پرملا او دښونځۍ پرمعلم دواړو باندي ډير ګران و، نه ښکاریږي.

وړاندي یې دتره زوي نور احمد ناست و، نور احمده وروره هغه محمد چیري دئ سبقان یې وویل که دکلي ناخوالو او بد امنیو دی هم مسافر کړ، ولي نه ښکاري، دنیاز محمد دغې پوښتني کوټه کې چوپه چوپایې خپره کړه، مجلس خاموشه شو، خلګو یو اوبل ته په مایوسانه ډول وکتل، ځیني مجلس څخه ولاړ سوو، ځینو نورو سترګو کې غړۍ غړۍ اوښکي ښکاره سوې، دې وخت کې دنیاز محمد پلار چې دکوټې په کونج کې ناست وه غږ کړ، نیازو زویه بس دالله کړه و محمد جان شهید سو، ورته دعا وکړه، دشهید له غږ سره کوټه کې ناست خلګ ټول یو ځل بیا په ژړا سوو، او محمد شهید محمد شهید سو کلمه یې څو ځلې ځانونو سره تکرار کړه.

له یو ګړي چوپتیا او خاموشۍ څخه وروسته نیازمحمد وایې بابکه کیسه راته وکړه محمد څنګه شهید سو، اه زما ربه زه خو دسولي په اوازه راغلی وم، داخو جنګونو او ناخوالو زما دکلي ښکلا ټوله چور کړی، بابکه راته کیسه وکړه محمد څنګه شهید شو.

دنیاز محمد بابک: شیر محمد ورروه کیسه ورته وکړه زما زړه کمزوری دئ دمحمد دکیسې برداشت نه لرم زه درڅه دڅو شیبو لپاره وزم.

نیازو بچیه لکه څنګه چې ته ددې کلي ناخوالو ورک کړی وي، محمد هم داسي له نن څخه لس کاله وړاندي ورک شو، کله چې بهرنيو یرغلګرو زمونږ دکلي مدرسه او ښونځۍ بمبار کړه، نور محمد دلته له درس او تدریس څخه ناهیلی شو، نوریې کلی خوشی کړ، بس ستا څخه دوې میاشتي وروسته محمد هم له دې کلي څخه لاړ.

له نن څخه درې میاشتي وړاندي محمد هم ستا په څیر پیداسو، نیمه شپه کي کورته راغی، محمد په مسافري کې درسونه هم تعقیب کړي وه خواري او مزدوري یې هم کړې وه، په کمپیوټر سائنس کي یې ماسټري کړې وه ورسره یې دالله ستر کتاب هم حفظ کړی وه.

چې کله کلي ته راغی، دوې ورځي وروسته یې کلیوال سره راټول کړو راته یې وویل لس کلنۍ جلا وطني کې مي علم او دنیا دواړه حاصل کړي اوس غواړم په خپل علم او ګټلي دنیا سره کلیوالو ته دیني او دنیاوي خدمتونه وکړم.

ویل یې غواړم په ګټل شویو پیسو باندي دکلي ویجاړه مدرسه او ښونځۍ بیرته جوړه کړم، او دلته پاته شم تیرو لسو کلونو کې چې مي څه زده کړي ورباندی دکلي دځوانانو فکرونه او ذهنونه روشانه کړم.

لس شپې یي لا د راتګ نه وې پوره شوې چې مالم دوست محمد یې په راتګ خبرشوی وه، مالم دوست محمد به دي یاد وي زمونږ دکلي ښونخۍ کې استاذ و، کله چې ښونځۍ یرغلګرو بمبار کړه مالم دوست هم نور کلی پریښود لاړ بازار کې استوګن سو هلته یې لور شیربانو حفظ وکړ.

مالم چې کله دمحمد په راتګ خبرشوی وه، له کوره یې مالګه ورسره را اخیستې وه دلته یې دمحمد پلار ته مالګه ورکړه ورته یی وویل شیربانو دي محمد ته مبارک وي،

محمد دوې اونې وړاندي واده وکړ شیربانو یې هم کلي ته راوسته خسر بابا مالم دوست محمد هم څو شپې کلي کې پاته سو، څو محمد ته دکلي دښونځۍ په جوړولو کي مشورې ورکړي، دکلي ملا صاحب به ډير وخت له محمد سره پاته کیدی څو مدرسه جوړولو کي ورسره مرسته وکړي.

تیره ورځ سهار وختي محمد دکلي دملا صاحب، خپل خسر بابا دوست محمد ، او دکلي دخان په ملتیا د زاړه مکتب په څنګ کې دمدرسې او ښونځۍ دبنسټ ډبره کیښوده، کلیوال یو ځل بیا له خوشحالۍ څخه جاموکي نه ځایه دو، ببو ادې او شالو ادې کاکونه پاخه کړې وه ماښام یې دمسجد مخې ته راوړو، خلګو کې دخوشحالۍ یوه فضا خپره وه دکلي سپین سرو او سپین ږیرو دمحمد لنګوټه کې بڼکي ټومبلې.

نعیم جان وایې چې کله دبنسټ ډبره کيښودل شوه، محمد زما غوږته خوله رانږدې کړه راته یې وویل صبا مي خسر با له شیربانو سره یوځاي کورته دعوت کړی یم، تر اوسه نه یم ورغلی دامي اول ځل دئ له شیربانو سره یو ځاي ځم، صبا سهار که دیوې ورځي لپاره خپل موټر راته امانت راکړې مهرباني به دي وي،، تره زوي مې راته وایې محمد ته مي وویل موټر مي ترتا جار، سل ځلې به یې درکړم.

موټر مي ښه پاک کړ دمحمد لپاره مې دکورپه انګړ کې ودراوه چې سهار به محمد راشي موټر به بوزي، زما بي پروا باداره خبرنه وم چې له محمد سره زما پرونی دیدن به اخیرنی دیدن وي.

نیازو ورورکه له تیرو درو ورځو څخه دکلي خواکي سړک باندي دسپيشل فورس شوبلي ولاړي وې، کله کله به یې خال خال ډزي هم کولې،، چورلکو یې ورباندي له پاسه ګزمه کوله.

کلي کې دمدرسې او ښونځۍ دبنسټ ډبره ښودل سوی وه، ترماښامه پوري دهرکس په خوله کې مدرسه، محمد او ښونځۍ وه دکلي جوني هم خوشحاله وي چې شیربانو به ورته مدرسه کې دخداي سپیڅلې کتاب درسوي.

دماښام خاموشي خپره شوه خلګ کورو ته لاړو، ټول کلي ویده سو، دشپي اخیره وه چې دخوني دروازه مي په زوره وټکیدله بابک راباندي چیغه کړه (نعیم جانه ) ته راپورته شه ډیر بدمرغه غږ مي تر غوږ شو، الله دي خیر کړي، دلاس چراغ راواخله دمحمد دکورخواته مونډه کړه څه خوبه نه وي پیښه شوې فکر کوم کلي کي کوم هوان ولګیدئ.

لڅ سر او لوڅي پښې وارخطا له کوره راووتم، که ګورم نور کلی هم راوتلی هرکس دمحمد دکورپه لوري منډي وهي، چې ورنږدې شوم دمحمد دکورله انګړه دودونه او دباروتو بویونه راپورته کیږي.

دکور دیوالونه یې نړیدلي و، زما څخه مخکي کریم او رحیم رسیدلي وه دمحمد محمد نارې یې وهلې، غږ یې نه و، دې وخت دمحمد کشره خور فاطمه او سپین سرې مور هم لکړه لګوله سا یې وهله راورسیده چیغه یې کړه زامنو زما محمد چیري دئ، دکور دانګړ په لور چې ښه ورنږدې سوو محمد اوشیربانو دواړه وینو کې لت پت پراته او شهیدان شوې دي، موریي دمحمد په لیدو سره بې هوښه شوه یواځینۍ فاطمې دیواځني ورور په غم کې لیونۍ لیونۍ چیغې وهلې، نو نیازو ورو رکه داوه دمحمد دشهادت کیسه.

نیازمحمد له سترګو څخه یو ځل بیا خړمي اوښکي تویې سوې او کلیوالو ته یې وویل درځي هدیرې ته چې محمد هدیره کې وي مونږ دلته څه کوو هلته به ورته دعا وکړو.

نیازو له کلیوالو سره یوځاي دکلي هدیرې ته لاړ، دمحمد او شیربانو قبرونه سره څنګ په څنګ وه،شنې شناختي باندي ولاړې وې، خواته یې څو نور تازه قبرونه وو، ځینو باندي بیرغونه او ځیني نورو باندي تازه ګلان غوړیدلي وه.

نیاز محمد چې له خانو اکا سره وعده کړې وه چې کلي ته ورسیدی ورته به دخپل کلي د بیا ودانۍ او پرمختګ دیوې ښکلې منظرې عکس اخلي او خانو اکا ته به یې لیږي، دا چې نوموړي د کلي خواکي شاړو او ویجاړو څخه بغیر نور څه ونه لیدل، که څه تغیرات ا وبدلون راغلی وه هغه یواځي هدیره کي راغلي و، نوي کورونه هدیره کې جوړسوي و ، شنې ونې هدیره کې ولاړې وي، دکلي ښکلي هدیرې ته راغلي وه، ګلان هدیره کې شندل شوي وه، ځکه یې دهدیرې عکس واخیست، خانو اکا ته یې ولیږی اولاندي یې ورسره ولیکل

محمد دشیربانو خواکي ویده ده.. دا زمونږ دکلي ښکلي منظره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoomprince

نن دی سهار په کار بوخت ووم چې انډیوال مې د نورو ورځو سره سم نن هم په بانډار کې دا پوښتنه وکړه چې معصوم څنګه طالبانو او دولت په سوله څه وکړل ما ورته وویل چې مازدیګر اطاق ته لاړشم (الاماره ویب ساﺉټ) به وګورم بیابه سبا حال درکړم د مازدیګر چې د کار څخه رخصتی شوه په ځغاسته ځغاسته د کار څخه ستړﺉ اطاق ته راغلم دیوال ته مې تکیه ولګوله او الاماره ویب ساﺉټ خلاص کړ د سولې کوم څرک مې کې نه ولید داسې نور خبرونه مې وکتل دسولې کومه خبره په نظر نه راغله نو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx