fbpx

د جنرال دوستم راتک او د غني کرنش

واحد فقیري

ویل کېږي چي دوستم به پدې هفته کي افغانستان ته کامیابه راستون سي، او بېرته به خپل پخوانی مقام او صلاحیت تر لاسه کړي. د دوستم دا ډراماتیک راستېدل به نه یوازي د هغه د اعلام سویو شرایطو سره مطابق وي، بلکي دا کرت به د دوستم لاس تر پخوا لا بر او غښتلی وي. ځکه په شمال کي د دوستم پلویانو د سیاسي طاقت یوه داسي ننداره ښکاره کړه چي د اشرف غني روحیات ئې ور کمزوري کړل. او یوه مذبوحانه شاتګ ته ئې اړایستی.

البته ښکاره خبره ده چي اشرف غني مدام د تهدید او فشار په مقابل کي سر خم کړی دئ. اشرف غني هیڅکله د سیاسي فشار په مقابل کي مقاومت نه دئ کړی، او تل ئې د غزنيچانو په قول «قر» ویلی دئ. د اشرف غني حریفان د هغه پدې ذاتي کمزورۍ باندي پوره واقف دي، او تل له همدې ځایه حمله ور باندي کړې ده. په سیاست کي، د یوه مشر د کرکټر قوت هله رابرسېره کېږي چي تر فشار لاندي ذوب نه سي. د حریفانو تشو تهدیدونو ته تسلیم نه سي. او د خپل دفتر جلال او صلاحیت وساتي. خو په غني کي د مشرتوب همدا کوالټي قطعا نسته.

د دوستم راستنېدل یوه بله مهمه موضوع هم رابرسېره کوي، او هغه دا چي متحده ایالات پدې برخه کي څه نظر لري؟ ځکه امریکا یو وخت ویلي ول چي دوستم باید د عدالت منګلو ته وسپارل سي. او د ښاغلي ایشچي قضیه باید تعقیب سي. البته د متحده ایالاتو او دوستم یارانه ډیر پخوانۍ ده. امریکا دوستم ته د یو کرايې قاتل په سترګه ګوري، او هر کله چي په افغانستان کي د متحده ایالاتو د قتل او جنایت جذبه او شوق راپورته سي، امریکا د دوستم په شان خلګو ته مخه کړي. ایا د دوستم په راتګ کي امریکا د بېوزلو افغانانو د قتل یو نوي پلان لري؟

بلخوا، په شمال کي د دوستم د پلويانو پراخو اعتراضونو دا هم وښودله چي زموږ ځیني – البته نه اکثره- اوزبک وطنوال د خپل اوزبک جنایتکاره څخه په کلکه دفاع کوي. خو دلته دا سوال هم مطرح کېږي چي ایا دا ټول واقعا رشتین تظاهرات ول او که قلابي او پروژيي مظاهرې وې؟ دا اعتراضات چا تنظیم کړل؟ هغوی څوک دي؟

بل پلو، د شمال اعتراضونه د پښتنو ځوانانو لپاره یو څرګند پېغور هم دئ. ځکه کله چي ارګ او امریکايي قاتلان پښتانه خپل هدف ګرځوي (لکه زرمت)، کلي او کورونه ئې ور بمباروي، او بېګناه ماشومان او ښځي ئې ور ووژني، پښتانه ځوانان سوڼ هم نه وهي. بلکي له ډاره خپ خپ ګرځي، او داسي اکټ کوي لکه هیڅ شی چي نه وي پېښ سوی! د پښتني مدني ټولنو او ځوانانو دا بې تفاوتي او بې همتي ارګ او امریکا ته د هغوی د قتلولو او توهینولو لپاره سپین چک ورکړی دئ.

د پښتنو مدني ټولني او ځوانان دونه بې واکه سوي دي چي حتی د خپل حقه حق د غوښتلو جرات او شهامت هم نه لري. هغوی له خپل سیوري ډارېږي، او که چیري احیانا د عمل اقدام وکړي، د دې پر ځای چي اصلي موضوع ته پام وکړي، بې ځایه او بې هدفه پرلتونو ته کش ورکړي.

په پای کي، د دوستم، عطا نور، او محقق ګډه همکاري دا هم ښوده چي هغوی به په مستقبل کي لا ګستاخ او قدرتمن سي. له ارګه به لا زیات سیاسي امتیازات تر لاسه کړي. اشرف غني به په شرمونو وشرموي. او په آینده انتخاباتو کي به د اشرف غني د مطلق شکست سبب سي. د دوستم دا څرګند موفقیت یو ځل بیا دا وښوده چي په سیاست کي هر هغه څوک چي منظم وي، هغه ئې ګټي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د