دیپلوماټانو ته د ټرمپ امر او د مدني لاریونونو وړاندیز

واحد فقیري

د متحده ایالاتو معتبر اخبار نیویارک ټایمز د جولای پر ۱۵ باندي خبر ورکوي چي جمهورریس ټرمپ خپلو ټاپ دپلوماتانو ته امر کړی دئ چي د طالبانو سره د مخامخ خبرو لاري چاري ولټوي. د ښاغلي ټرمپ دا امر د متحده ایالاتو په پالیسۍ کي یو عمده بدلون دئ،‌ او هدف ئې دا دئ چي د افغان ۱۷ کلن جنګ د مذاکراتو له لاري فیصله کړي.

اخبار لیکي چي طالبانو له ډیر وخت راهیسي ټینګار کاوه چي هغوی غواړي اول له امریکایانو سره د سولي خبري پیل کړي، خو متحده ایالاتو اصرار کاوه چي طالبان باید د کابل له حکومت سره خبري وکړي.

د متحده ایالاتو عالي رتبه مامورین د امریکا د ستراتیژۍ همدا عمده بدلون تایید وي. هغوی وايي چي اصلي هدف د مذاکراتو له لاري د دې روان اوږده جنګ ختمول دي. هغوی وايي چي د ټرمپ اداره دې نتیجې ته رسېدلې ده چي د امریکا نوې ستراتيژي کوم محسوسه نتیجه نه ده ورکړې، او نه ئې هم د طالبانو مومنټوم ور سوکه کړی دئ.

نیویارک ټایمز لیکي که څه هم د سولي د مذاکراتو لپاره ټاکلې نېټه نه ده اعلام سوې، خو خبرو ته د متحده ایالاتو چمتو کېدل پر دې دلالت کوي چي امریکا غواړي د افغانستان بن بست مات کړي.

اخبار وايي چي ټرمپ تېره میاشت فیصله وکړه چي امریکايي دپلوماتانو ته زیات واک اختیار ورکړي، څو مذاکرات بېرته راژوندي کړي. پدې تېرو څو هفتو کي، عالي رتبه امریکايي دپلوماتان کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړل، څو د امریکا او طالبانو تر مینځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي. په همدې لړ کي، د امریکا خارجه وزیر ښاغلی پامپيو او مېرمن ایلس ویلز سیمي ته سفرونه وکړل.

مېرمن ایلس ویلز وايي،«زه فکر کوم چي پدې برخه کي ښاغلي پامپيو په وضاحت خبري وکړې. هغه وویل چي موږ چمتو یو چي د طالبانو سره خبري وکړو، او د مذاکراتو لپاره اسانتیاوي برابري کړو. موږ به خپل ټول کوښښ وکړو چي طالبان او د کابل حکومت پر یوه مېز راغونډ کړو.»

اخبار لیکي چي ځیني افغان چارواکي وايي د متحده ایالاتو او طالبانو تر مینځ مخامخ خبري به بالاخره د طالبانو،‌ کابل حکومت، امریکا، او پاکستان تر مینځ خبرو ته لاره خلاصه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چي امریکايي چارواکي دې فیصلې ته رسېدلي دي چي د طالبانو سره د مخامخ خبرو پرته بله چاره نسته، ځکه طالبان به هیڅکله همدا غوښتنه خوشي نه کړي.

اخبار لیکي چي ټرمپ د افغان له جنګه ستړی سوی دئ،‌ او ځو کرته ئې خپل نارضایت په ډاګه کړی دئ. هغه غواړي چي د افغان جنګ ژر تر ژره ختم سي.

د سپیني مانۍ د سولي د مذاکراتو په حمایت د مدني لاریونونو وړاندیز

لکه څنګه چي اکثره وطنپاله او سوله پاله افغانان خبر دي چي د متحده ایالاتو جمهورریس ټرمپ فیصله کړې ده چي د طالبانو سره به مخامخ خبري شروع کړي. د ښاغلي ټرمپ دا زړه ور او مناسب تصمیم باید د اکثرو سوله پالو افغانانو لخوا استقبال او حمایت سي. ځکه د افغانستان دوامداره کشاله هله حلېدلای سي چي د جنګ اصلي طرفونه مذاکراتو ته سره کښېني، او خپل اختلافات د خبرو اترو له لاري فیصله کاندي.

البته د طالبانو سره د امریکا رسمي مخامخ خبري دوه ځله وسوې،‌ خو له بده مرغه نتیجه ئې ور نه کړه. دا چي اوس ښاغلي ټرمپ تصمیم ونیو چي د طالبانو سره به یو کرت بیا مذاکرات له سره راشروع کوي، د هغه همدا فیصله په خپل ذات کي یو ستر سیاسي انکشاف دئ، او په افغانستان او سیمه کي د سولي د ټینګولو لپاره یو مهم ګام دئ. د ښاغلي ټرمپ دا ښه تصمیم دا ښيي چي سپینه ماڼۍ غواړي چي د افغانستان معضله د مدني لارو چارو له طریقه فیصله کړي، او د ټرمپ دا فیصله واقعا د تایید او قدر وړ ده.

اوس نو، د ښاغلي ترمپ د دې تصمیم د ملاتړ لپاره افغانان، البته دننه او بهر، باید د سولي لپاره لاس په کار سي، او خپل ملي رسالت تر سره کړي. د دغه کار د کولو لپاره بهترینه طریقه دا ده چي افغان زلمی نسل، محصلین، او ټولو سوله پاله افغانان د افغانستان په ټولو سترو ښارونو او ښارګوټو کي مدني لاریونونه وکړي، او د سولي لپاره راووځي.

که چیري افغانان خپل حقه ږغ اوچت کړي، او د سولي لپاره مدني کمپېن پیل کړي، دا کار به د سولي د راتګ سره زیاته مرسته وکړي، او هم به سپیني ماڼۍ ته دا وښيي چي افغان مدني ټولنه د هغه له دې پر وخت تصمیم څخه ملاتړ کوي، او پدې لاره کي د هغه سره مل دي. دغه راز، پراخ مدني لاریونونه به جهانیانو ته هم دا وښيي چي افغان مدني ټولنه د سولي لپاره هر راز قرباني ته حاضره ده. بې تفاوته نه ده. او د خپل ملي رسالت د ادا کولو اراده لري.

د سولي د عمومي لاریونونو شعارونه باید فقط د سولي لپاره وي، او شمېر ئې تر دریو یا څلورو زیات نه وي. ټولي مدني ټولني باید برخه پکښې واخلي، او نور فرعي موضاعات او جنجالونه پکښې ګډ نه کړي.

که چیري د عمومي سولي لپاره افغانان دا ملي کمپېن په لاره واچوي، زه پوره باور لرم چي اثرات به ئې نهایت مثبت وي، او د جنګ دواړي خواوو( امریکا (جمع ارګ) او طالبان) به دېته تشویق کړي چي ژر تر ژره د افغانانو حقه غوښتنو ته مثبت جواب ووايي.

یو ځل بیا باید ووایم چي پدې کار کي غفلت کول به زموږ لپاره نهایت ګران تمام سي. هر شخص باید پدې برخه کي ګډون وکړي. هر څوک مهم دئ، او د هر چا ونډه اهمیت لري. موږ باید دېته انتظار و نه باسو چي نور دا وکړي، او موږ آرام په خپل کور کي ئې تماشا وکړو. یا الله عمومي حرکت!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د