fbpx

غزل – عمر عمري

سرتېری یې سرزوری زړور افغانستانه
هر چا ته دې وهلی دی ټټر افغانستانه

اته څلوېښت هېواده درته هم د ټینګې ندي
پروړاندې یې ولاړ یې لکه غر افغانستانه

چې چا هم ستا په پاکه خاوره اېښي ناپاک پلونه
خو تا هم دي ورکټ پښې، په تبر افغانستانه

لرې ښکلي سیندونه، ښکلې سیمې، دنګ ـ دنګ غرونه
چینار ـ چینار، څېړۍ ـ څېړۍ نښتر افغانستانه

زخمي ـ زخمي ټپونه به دې خدای روغ او رامټ کړي
خیر نن که یې زخمي ـ زخمي پرهر افغانستانه

تا خپل اصلي بچیان کله پردیو باندې پلوري
تا خپل اصلي بچیان ساتي په سر افغانستانه

روسانو ته دې څنګه عبرتناک شکست ورکړی
لا اوس هم درنه وېره کړي خطر افغانستانه

په تا (عمري) ویاړي ننګیالي ځوانان دې ستایي
د سپین او تور پټکیو شملور افغانستانه

عمر عمري

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د