حب الوطن من الايمان: د وطن سره محبت د ايمان برخه ده؟؟؟

ليکوال. فضل الرحمن حقاني البغلاني

بعض حدیثونه د خلکو په مېنځ کی ډیر مشهور دي، خو په اصل کي هغه حدیث موضوعي وي. موضوعي دا مطلب چي د ځان نه جوړ کړی شوي دي، او د نبي علیه السلام وينا نده. یو له هغه نه چی عام خلک ور باندی د حديث ګمان کوي، لیکن په اصل کي هغه په نبي علیه السلام پسې دروغ ویل دي، او نبی عليه السلام هیڅ کله دا خبره نده کړی، ښکته د ترجمې سره لیکل کیږی او د حوالو سره به ثابت شي چي دي وینا ته حدیث ویل صحي ندي. ښکته په شمار سره د محدثینو ویناوې لیکل کیږي.

حب الوطن من الایمان « د وطن سره محبت د ایمان برخه ده»

اول. نور الدین علي ابن سلطان رحمه الله چی مشهور په ملا علي قاري دی، فرمایی: واما حدیث حب الوطن من الایمان فموضوع (مرقاۃ المفاتیح شرح مشکاۃ المصابیح للملا علی القاری، ج۵ص۳۱۶). یعنی دا حدیث موضوعی دی.

دوهم. ابو الفضائل الحسن ابن محمد الصاغاني رحمه الله فرمایی. ومنھا قولھم (ای من الاحادیث الموضوعۃ ) حب الوطن من الایمان. (موضوعات الصغانی ص۴۷).
يعنې د موضوعي احاديثو څخه یو حدیث، حب الوطن من الایمان دی.

دریم. الحوت محمد ابن دروېش ابن محمد رحمه الله فرمایی، واما ’’حدیث حب الوطن من الایمان‘‘ فموضوع. (أسنی المطالب فی أحادیث مختلفۃ المراتب للحوت ص۹۵).
يعنې دا حدیث موضوعي دی.

څلورم. العامري احمد بن عبد الکریم الغزي فرمایی : ’’حب الوطن من الایمان‘‘ لیس بحدیث. (الجد الحثیث فی بیان ما لیس بحدیث للعامری ، ج۱،ص۸۵). يعني حب الوطن من الایمان، حدیث ندی.

پینځم. جلال الدین سیوطی رحمه الله فرمایی:حدیث حب الوطن من الایمان، لم أقف علیہ.(الدرر المنتثرۃ فی الأحادیث المشتھرۃ لجلال الدین السیوطی ج۱ص۹)
يعني ځه ددي په سند‌ خبر نه یم. او دا قسمه وینا د یو لوي محدث د طرفه دا معني ورکوي چي دا موضوعي، او له ځانه جوړ کړی شوی دی.

شپږم. امیر المالکی رحمه اللہ فرمایی: حب الوطن من الایمان، لم یعرف (النخبۃ البھیۃ فی الاحادیث المکذوبۃ للأمیر المالکی ج۱ص۵۲). یعنی دا حدیث ندی پیژندل شوی. او چی کله یو لوي محدث د یو حدیث په باره کې داسي و وایی، نو مطلب دا وي چي دا موضوعي دی او سند نلري.

اووم. امام زرقانی رحمه اللہ فرمایی: حب الوطن من الایمان، لا أعرفہ. ( مختصر المقاصد الحسنۃ للزرقانی ص:۱۱۱). امام زرقانی رحمه الله فرمایی چې دا حدیث ماته ندی معلوم. او دا قسمه وینا هم مترادف نوم دی د‌موضوعي حدیث لپاره.

اتم. محمد ابن صالح العثیمین رحمه الله فرمایی: حب الوطن من الإيمان” وهو مشهور عند العامة على أنه حديث صحيح ، وهو حديث موضوع مكذوب ،
بل المعنى أيضاً غير صحيح بل حب الوطن من التعصب. (شرح البیقونة ص ۷۰)
یعنی دا حدیث موضوعي دی او دروغ دي، بلکه معني ددی هم صحي نده. ځکه چي د وطن سره‌محبت( د شریعت د‌چوکاټ نه بېرون ) تعصب دی.

نهم. محمد ناصر الدين البانی رحمه الله فرمایی: دا حدیث موضوعي دی، او په نبي علیه السلام پسې دروغ تړل دي. (سلسلة اﻷحاديث الضعيفة جلد ۱ صفحه ۱۱۰ )

یادونه! د وطن سره مینه یو فطري شی دی، او د صله رحمی په توګه کول هم پکار دي، خو ددي لپاره دا حدیث بیانول صحي ندي، ځکه چي دا حدیث ندی.

تبصرې (2)

  • جزاک الله تعالی خیر الجزاء - ماشاء الله تعالی ډیر صحیح معلومات دي لیکلي دي - د یو مؤمن لپاره په کار ده چې د الله جل شانه سره او د هغه د نبی صلی الله تعالی علیه وسلم سره محبت وغواړئ او وکئ - د وطن سره محبت طبعي دي او باید دا محبت د دین او ایمان په رڼا کې وي - د تعصباتو څخه پاک وي او د الاقرب فاالاقرب د حقوقو خیال په کې وي د نورو بدي او کمزوري به نه وایی . الله جل ذکره فرمایی : ان اکرمکم اتقاکم ( بیشکه په تاسو کې عزت والا هغه دي چې ډیر تقوی والا وي .

  • د حقانی صیب د لیکنی څخه په مننی سره، یو لنډ عرض:
    مخکی لدې چه ومنو چه آیا دا یو حدیث دی یا یوه مقوله او صحیح دی که نا صحیح او ضعیف دی که قوی باید د وطن او ایمان د جامع تعریف په هکله د نظر یووالی رامنځته شی.
    (ایمان) ډېر ښاخونه لری چه مهم ئې دینی ایمان او فطری ایمان دی.
    انسان د فطری ایمان په سایه کی پدې اصل مزیّن دی چه مثلاً د ظلم او بې عدالتی او وینی تویَونی څخه کرکه لری، خوښی او عدالت او مینه ئې فطرتاً خوښه ده او پر هغه ایمان لری.
    امّا دینی ایمان د فطری ایمان یوه بله موازی څانګه ده چه البته دلته ئې د تشریح او توضیح اړتیا نشته.
    امّا ( وطن) هم ایمان غوندی د یو پراخ او ژور مفهوم او همدارنګه کثیرالزوایو درلوونکی دی.
    د کور نغری، غولی،د خوب خونه، کور، سرای، کوڅه، محله، ناحیه، کلی،ښار،ولایت،هیواد،لویه وچه،او بالآخره د مځکی کُره د ( وطن) مفهوم درلودای شی چه هر یو ئې ځانته بېل بېل شکلونه او حالات او مضامین لری.همدارنګه د زېږېدو ځای، د خالپوڅو ځای،د رُشد او غټېدو ځای،د تحصیل او علم او کار او همدارنګه د مؤقت یا همیشنی اوسېدو ځای او همدارنګه د کلتوری او نژادی او نسَبی او ژبنی او مذهبی او... د اشتراک ځای هم د (وطن) د تعریف د څرنګوالی د توضیح یوه مهمه برخه ده.
    امّا اصلی خبره:
    څرنګه چه ( وطن، په هره کچه او سطحه چه وی) په همنوع او انسان ښایسته دی نو بناً:
    ( الحب الوطن من الایمان) که مقوله وبلله شی یا حدیث وګڼل شی پخپل ذات کی یوه ښکلې ملغلره ده پدې شرط چه د حقیقت او واقعیت او تعقل په تار وپییل شی. ددې مقولې لوی او پټ او ښکاره او په ضمن کی ښکلی او رغوونکی پیغام دادی چه:
    د ( وطن) د وګړو سره باید مینه ولرو، دا وطن که سیاسی جغرافیه وی او پراخه انسانی او بشری وی مهمه نده، مهمه داده چه حُب ولرو د کور او کورنۍ د غړو سره، د ګاونډ سره،د کوڅې او ناحئیې او کلی او ښار او ولایت او هیواد او د نړۍ د خلګو سره، هر څوک چه ددې خلاف کړنه وکړی دا معنی چه ایمان ئې تر پښو لاندی کړیدی
    داچه یو څوک خپل د هیواد خلګ یا د بل د هیواد خلک وژنی او ظلم ورسره کوی، مکتب ئې ورسوځی او مدرسه ور بمباروی، معلم او مامور او مُلا ئې ور وژنی د مسنونی او ښکلی ږیری او یا خریلی ږیری پخاطر ئې وژنې یا ئې وژلی وی، توطئې او دسیسې جوړوی، استعماری او استحماری وسلې او وسیلې کاروی، بشریت او وجدان ته دروغ وائې او نور ناوړی کړنی تر سره کوی دا ټول د حُب او وطن دښمنان دی یعنی د فطری ایمان څخه محروم او بې برخی دی چه البته دوږخونه په لومړی ګام کی همدا د فطری ایمان منکرانو ته منتظر دی، واضح خبره ده چه د دینی ایمان بنسټ هم پر فطری ایمان تکیه دی .
    شِرک، کفر،بُت پرستی،ګاؤپرستی،نژاد پرستی،ډالر پرستی، پونډ پرستی،شهوت پرستی او شیطان پرستی او نور ناوړه اعمال د همدې فطری ایمان په وړاندی د بغاوت محصول دی.
    لنډه داچه ددې حدیث یا مقولې مخاطب ټول بشریت دی نه یوازی زه او ته او سدو لالا.