د اشغال عذاب / عُقابي جانان

ډېر څه مو زده کړلو د ستړي انقلاب غېږه کې
د سختو سختو پړاؤونو د ګرداب غېږه کې

ډېرې خوږې ترخې مو ولیدې په کم عمر کې
واړۀ رالوی شؤو د اشغال د سخت عذاب غېږه کې

څوک شهيدان شول څوک زخميان څوک په زندان کې بندیان
اجل نیولي زمونږ ټول اَهلُ الشَّبَاب غېږه کې

تور سرۍ پېغلې خپل بچیان په بَهَانو او چل ول
وګي، نَهَار ويده کوي څومره بې تاب غېږه کې

بانګ يې نيمګړی او بانګي چا په ټټر ويشتلی
امام شهيد دی د منبر او د محراب غېږه کې

يو ګوټ اوبه هم چا رانکړې د اللهﷻ په نامه
له تندې مړېږو سمندر او د درياب غېږه کې

داسې لمر غواړو چې د ظلم تورې شپې سباکړي
توره تياره ده توره شپه ده د افتاب غېږه کې

ازغو په څوکو ځو منزل ته “عُقابي جانانه”
که خدای کول دمه به وکړو دګلاب غېږه کې

“عُقابي جانان”