fbpx

د زرمت غمیزه‎

ابراهیم صیاد

توره شپه ده ډیوه مړه ده

دیوالونه نړیدلي

اه نري نري زګیروي دي

ماشومان ایرې ایرې دي

که په خاورو کې غمي دي

وخ الله الله نعرې دي

توره شپه ده ډیوه مړه ده

هله مورې اوبه راکه

خور ویل وروره هغه مړه ده

خورې ته خو به یې روغه ؟

خورې زه خو نور مړ کیږم

وروره زه هم ستا په شان یم

وروره وینو کې لمبیږم

وړکی ورور مې شهید ده

په زانګو کې ویني ډنډ دي

ښکاري سر کې یې چره ده

په ویښتو کې ویني ډنډ دي

اه د پلار مې زنکدن ده

د سلګو غږونه اورم

بلې خور زبون وهلی

د سلګو غږونه اورم

لوڅې پښې په منډه راغله

وریندار هم په وینو سره ده

انا هم په حویلۍ کې

په سرو وینو کې پرته ده

کړي تینداره مې ستاینې

ښکاري تره مې هم شهید شو

د لالا مې اواز ورک شو

اخ وراره مې هم شهید شو

هله راغله را پیاده شو

هله سپي هم ورسره دي

خپل مو مخکې ترې روان دی

او پردي هم ورسره دی

یوه بل ته تبریکي کړي

په انګلش پارسي پښتو کې

لا یې زړونه ساړه نه دي

لا یې ګوتې په ماشو کې

د بارودو په لوګو کې

تصویرونه له مونږ باسي

عزرایل وي ستړی شوی

چې روحونه له مونږ باسي

ددې شپې دغه کیسه وه

ددې شپې داسې بیان وه

د صیاد قلم عاجز وه

کنې لوی د غم داستان وه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د