افغانستان

طالبانو هم د امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتووالی وښود

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د امریکا سره مخامخ خبرو ته خپل چمتوالی ښودلی دی او ویلي يې دي چې دوی هر وخت د امریکا سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې او د امریکا له لوري مثبت ځواب ته منتظر وه.

د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دوی د امریکا سره خبرو ته اماده ده تر څو د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه ورسره خبره وشي.

نوموړي د امریکا له لوري امادګي یو مثبت پرمختګ بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو له لوري د طالبانو پر مذاکراتي ټیم باندي د تور لیست بندیزونه لیري شي.

سهیل شاهین ویلي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون یوه له مهمو بحثونو څخه ده چې باید د امریکا سره باندي مخامخ خبري وشي.

او زیاته کړې يې ده چې دوی به د امریکا اندېښنې هم په پام کې ونیسي.

د یادوني وړ ده چې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور سره سم ټرمپ خپلو دیپلوماټانو ته امر کړی چې د طالبانو سره مخامخ خبري وکړي، ځکه چې یو کال تر مخه ستراتیژي د ناکامۍ سره مخ شوې ده.

همداراز نن د امریکايي ځواکونو مشر قومندان جنرال نیکولسن رسنیو ته وویل چې امریکا د طالبانو سره خبرو ته اماده ده او تمه لري چې دا به د افغانستان د ۱۷ کلني جګړې د ختمولو پر لور ښه ګام وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی(فهیم)

بلاخره د افغانستان اسلامی امارت امریکا دیته مجبوره کړه چی چی مذاکراتوته مخ کړی او امریکا خپله ماته اومنی او انشاالله چی بیرته به امریکاپه ټیټو سترګو دولت اسلامی امارت ته سپاری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x