fbpx

له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې د افغان غمیزې د پایته رسیدو مقدمه

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د خبر له مخې د ولسمشر ټرمپ ادارې خپلو جګپوړو دیپلوماتانو ته ویلي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

یاد خبر تر دې مهاله یواځې د خبر په حیث د معتبرې امریکايي ورځپاڼې لخوا خپور شوی او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او سپینې ماڼې لخوا ورباندې کوم رسمي غبرګون تر اوسه نه دی ښوول شوی.

که د یاد خبر په تعقیب سپینه ماڼۍ ریښتیا هم له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاری وښيي او دواړه لوري (طالبان – امریکا) د افغانستان د جګړې د اصلي لوریو په حیث د افغانستان د قضيي د حل په اړه خبرې وکړي دا به تر ډیره د افغانستان د روانې غمیزې له هواري سره مرسته وکړي.

ښايي په افغانستان کې شته واقعیتونو بالآخره امریکايي چارواکي دې تصمیم ته مجبور کړي وي چې له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیاری وکړي.

ځکه له تیر یوه کال راهیسي چې واشنګټن په افغانستان کې د امریکایانو خلاف د جنګي وضعیت په آرامولو کې څه تصمیمونه نیولې هغه ټول د وضعیت د آرامولو په ځای د هغه د لا خرابیدو لامل شوي دي.

جنګي ستراتیژي ، د جګړې په ډګر کې امریکايي پوځیانو ته د جنګي صلاحیتونو ور اضافه کول ، له کابل حکومت سره د بلک هاک جنګي الوتکو او پوځي تسلیحاتو مرسته کول، د پرلتونو او مذهبي غونډو په جوړولو سره پر طالبانو تبلیغاتي ، ولسي او مذهبي فشارونه راوړل هرڅه د جګړې د سړیدو په ځای د جګړې د ګرمیدو لامل شول چې دې ټولو ته په پام سره ښايي امریکايي چارواکي دې حقیقت منلو ته مجبور شوي وي چې په افغانستان کې د طالبانو ولسي او پوځي ثقل ته په کتو سره له هغو سره د مخامخ د خبرو میز ته کینې او د افغانستان غمیزې ته د حل لاره ولټوي.

په افغانستان کې روان وضعیت نه د افغانانو، نه د امریکایانو او نه هم د نړیوالې ټولنې په ګټه دی.

له هرې ممکنه لارې چې وي نور باید دا وضعیت تغیر وکړي ، اولس کاله جګړه او په هغې کې د وژنې او تخریب ټول وسائل کارول او ناکامه کیدل باید د امریکایانو لپاره یو درس شي چې خپل ګټه او تاوان ورکې ولټوي.

طالبان هم باید دا فرصت غنیمت وبولي او مخامخ خبرو ته د امریکایانو د حاضریدو په صورت کې هغوی ته خپل شرائط د معقولیت او شونتیا په انداز کې وړاندې کړي تر څو په دې سره وکړای شي د افغان ولس دغې ویرجنې اوږدې غمیزې ته د پای ټکی کیښودل شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ډېره ښه سرمقاله مو ليکلې ده الله مو پر دې او هغه دنيا سرلوړي لره. که څه هم دا خبر تر اوسه لا د موثق خبر حيثيت نه لري، خو ښايي لوی څښتن غوښتي وي چي دا شېبې د ګران او خواږه هيواد افغانستان او ددې هيواد د پتمنو خلکو د خپلواکۍ د بېرته ګټلو تاريخي او حساسي شېبې واوسي.الهي د دې اتلو شهيدانو د وينو د تويېدو او د دې بې وزلو خلکو دې کړاوونو ته په کتو پر موږ باندي په خپل فضل او مرحمت د آزادۍ او خپلواکي خوږ نعمت ولوروه، څو موږ دلته د اسلام د… نور لوستل »