ضعیف: اوس د طالبانو لپاره قوي ډیپلوماسي پکار ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر (ملا عبدالسلام ضعیف) وايي، د طالبانو لپاره اوس د پیاوړې ډیپلوماسۍ خپلول پکار دي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې سپینه ماڼۍ له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو تابیا نیسي.

ښاغلي ضعیف په یو لنډ رسنیز پیغام کې ویلي:

«اوس د طالبانو لپاره تر جنګ هم قوي ډیپلوماسي پکار ده، ترڅو د ګران هیواد لپاره افغان شموله او د نړۍ لپاره د متقابل احترام ستراتیژي ولري».

نوموړي د کامیابې ډیپلوماسۍ په پایله کې د سولې او ثبات راتلو ته هیله مندي ښوولې او زیاته کړې يې ده:

«که په داسې قوي ستراتیژي او کامیابه ډیپلوماسۍ د غوټې خلاصیدلو ته ورسېدل، په نتیجه کې به یې ګران هیواد ته سوله او ثبات راوړي او سیمې ته به د اقتصادي نوښت ور پرانیزي».

نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د افغان او امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی و، چې د ټرمپ ادارې خپلو لوړ رتبه ډیپلوماتانو ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو هڅې وکړي.

خو دواړو لوریو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زه نه یواځی د ضعیف صاحب د دی خبری ملاتړ بلکه ستاینه یی کوم، دا زما غوښتنه یا سپار ښتنه هم ده چه طالبان باید نادیده او یا نااوریدلی ونه ګڼی، اسلامی لارښودنه هم داده [ کفارو ته له اوله د سولی وړاندیز مه کوی که کفارو د سولی وړاندیز وکړو په عمیق احتیاط یی ومنۍ یعنی چه کومه فتنه او دسیسه نه وی که فتنه او دسیسه نه وی بیایی په موادو او محتویاتو کی مدبرانه او متوجه اوسی داسی نه چه کفار هغه څه تر لاسه نه کړی چه په جنګ کی یی ن شو ترلاسه کولی هغه… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

ښاغلي بيانزي صاحب، له ليکنو او ډيرو ښو توصيو څخه مو يوه دنيا مننه. هروخت مو دواقيعتونوله مخي حقيقت بيان کړي. الله ج به بي له شکه دمجاهدينو سره مل وي او نصرت به ان شاألله ددوي په برخه وي. زما هغه شپه هيځ وخت له ياده نه ځي، کله چه بي ۵۲ طيارو دجرمني څخه دګران افغانستان په لوردحرکت په حال کي وي. هغه شپه مي ډير وژړل او په ټول ژونذ کي دومره نه وم خواشيني لکه په همدي شپه. زه اوس دهغي شپي او ورځي په انتظار يم، کله چه امريکايان ووځي او زموږ ګران ټاټوبي ازادشي،… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

طالبان په رښتیا هم د پیاوړې دیپلوماسۍ د خپلولو اړتیا لري.

یاد انکشافات د ګوډاګیانو لپاره د مرګ مفاجات معنی لري، دا چې طالبانو په اختریز اوربند کې عامو خلکو ته خپل د عاطفې مخ په احسنه توګه ورښکاره کړ، نو پس خلکو ته نه ښایي چې د یو درځن معلوم الحاله ګوډاګیانو او جنایت کارو ملي خاینینو تر شا ودریژي او د افغانانو د وینو په قیمت هغوی ته پایښت وبښي.

masoomprince
میلمه
masoomprince

زه هم په خپل وار سره دالحاج استاذ بیانزی د بیان ستاینه کوم او د ستاینې وړ ده چې ډیره ښه مشوره یې درکړې زه که کفارو همیشه هغه څه چې په جنګ کې نه دی تر لاسه کړی هغه یې په چل او فریب کې ترلاسه کړی

عبدالولی(فهیم)
میلمه

قدرمند استاد بیانزی صاحب له محتوا ډکی تبصری نه دی مننه الله دی تاته هم خیر درکړی ځکه هر کله د خیر ښیګڼی لاره دی وړاندی کړی ده انشاالله د الله په توکل به هیواد ته بیرته یو سوچه اواسلامی نظام راځی له خیره سره.

انجینر ظفرخان
میلمه
انجینر ظفرخان

زه هم له ښاغلی ضعیف سره هم نظره یم، طالبان اوس باید قوی دیپلوماسی وکاروی تر څو دجګړی په عوض دسیاست په ډګر کي خپله بریا یقینی کړی، جګړی اوس دطالبانو لپاره هر راز مشروعیت له لاسه ورکړی دی خو داددولت ضعف دی چی دعوامو اذهان په خپله نفع نه شی تغیرکولی کنه دجنګ په ډګر کی طالبانو ته هیڅ هم نه دی پاتی ټوله اسلامی نړي په یوه خوله داجګړه حرامه او ناروا ګڼی بغیر له یوه همسایه مملکت څخه چی هغه همسایه هم د عوامو په ذهن کی دومره منفور دی چی حتی دطالبانو ټیټ پوړی چارواکی یی… نور لوستل »