fbpx
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلوسن

نیکولسن: د طالبانو سره خبرو ته اماده یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن نن د دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې امریکا د طالبانو سره خبرو ته اماده ده تر څو ۱۷ کلنۍ اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېښودل شي.

نوموړي دغه خبري وروسته تر هغه کړي چې د نیویارک ټایمز په تازه کې ویل شوي چې ټرمپ خپلو دیپلوماټانو ته د طالبانو سره د مخامخ خبرو امر کړی دی.

نیکولسن وویل امریکا ته معلومه شوې چې دوی باید د افغانستان په سوله کې اساسي رول ولوبوي.

هغه زیاته کړه: «زمونږ د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، مونږ د امریکا متحده ایالات د طالبانو سره خبرو ته اماده یو تر څو د بهرنیو ځواکونو پر برخلیک ورسره وغږیږو».

نیکولسن وویل: مونږ امید لرو طالبان به دغه ځای درک کړی وي او تمه لرو چې د سولې پروسې د پرمخ وړاندي لپاره دغه ګام مثبت واقع شي.

بلخوا د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ددوی سره تر اوسه رسما اړیکه نه ده نیول شوې، خو دغه نوی پرمختګ ته یې هرکلی ووایه.

نوموړي وویل چې مونږ له ډیره وخته د امریکا سره مخامخ خبرو ته منتظر وو تر څو ددوی سره د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پر مهال ویش ورسره وغږیږو.

شاهین ویلي ملګري ملتونه باید په لومړي قدم کې د هغو طالب مشرانو نومونه له تور لیسته لیري کړي چې د سولې په مذاکراتو کې ګډون کوي.

د یادونې وړ ده چې په تېر اختر کې د طالبانو له لوري د بریالي اوربند وروسته د امریکا په دریځ کې په علني ډول بدلون را منځته شوی او د مختلفو لارو داسي اشارې ورکړل شوي چې امریکا د خپلو ځواکونو د برخلیک په اړه هم د طالبانو سره خبرو ته اماده ده.

په ورته وخت کې د ټرمپ پر ستراتیژي هم قریب یو کال تیریږي خو د کتونکو په باور له ناکامۍ سره مخ شوې ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

این زمین دیده بسی شداد ها اهرمن ها دیو ها شیاد ها عاقبت گردیده حق پیروزمند رايت عدل خدا گشته بلند پرچم ظالم فتاده سرنگون کرده کا خش رانگون توفان خون دوستان این حالها گردیدنی است دفتر ظلم و ستم بر چیدنی است… کارگردان امور ما خداست حل این مشکل بدست کبر یاست رشته ی ما از خدا بگسسته نیست آسمان را باب رحمت بسته نیست استاد خليلي