تکړه شاهد کمال سره ولې د توپوهنې پوزیشن کې ظلم کیږي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنو ځوانانو تکړه توپوهونکی شاهد کمال چې یو تکړه او با استعداده توپوهونکی دی، خو د توپوهنې پوزیشن کې له سخت ظلم سره مخ دی.

د افغانستان په کورنۍ سیالیو کې چې «د غازي امان الله خان یو ورځنۍ سیالۍ» په نوم کرېکټ سیالۍ پېل شوې دي چې په کې شاهد الله کمال د مس عینک لوبډلې لخوا لوبیږي.

شاهد الله کمال د سیالیو په لومړۍ کې د اوپنر په توګه توپوهنه ترسره کوله، چې خپله وړتیا یې د روزونکي او لوبډلمشر پر مخ ثابته کړې وه، خو د غازي امان الله خان سیالیو په لومړۍ لوبه کې په حیرانونکي ډول پنځم پوزیشن ته ښکته شو، خو شاهد کمال بیا هم وتوانېد په پنځم پوزیشن سلیزه ووهي، نوموړي د ۶ شپږیزو او ۵ څلوریزو پر مټ ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، خو بیا هم د مشر روزونکي او لوبډلمشر له پامه وغورځاوه چې په دویمه سیالۍ کې يې په شپږم پوزیشن توپوهنې ته ښکته کړ.

۱۹ کلن شاهد کمال که څه هم شپږم پوزیشن ته ښکته شو خو د خپل استعداد ثابتولو لپاره نوموړی وتوانېد په شپږم پوزیشن هم نیمه سلیزه ووهي، خو بیا هم د لوبډلې مشر او روزونکي لخوا له پامه وغورځېد چې په درېیمه سیالۍ کې یې اووم پوزیشن ته ښکته کړ، او یوازې ۱۶ منډې یې جوړې کړې.

د مس عینک لوبډلې لخوا په عام ډول شاهد الله کمال او رحمان الله ګربز په اوپنر پوزیش لوبیږي، خو د سلیزې او نیمه سلیزې وهلو سربېره شاهد کمال له لومړي پوزیشن څخه لومړی پنځم، شپږم او بیا اووم پوزیشن ته ښکته کیږي، چې دا پر توپوهونکي د سخت فشار غورځېدلو او د کرېکټ ذهني وړتیا له منځه وړلو لامل هم کیږي.

که څه هم مس عینک لوبډله د لوبغاړو له لحاظه د غازي امان الله خان سیالیو له تکړه لوبډلو شمېرل کیږي خو غلطې ادارې او د لوبډلمشر غلطې پریکړې ددې لامل شوې چې تر دې مهاله د میس عینک لوبډلې هیڅ کومه سیالۍ نه ده ګټلې.

په فیسبوک کې د کرېکټ مینوال وایي چې شاهد کمال یو تکنیکي او با استعداده توپوهونکی دی خو د لوبډلې غلطې ادراې او ناتجربه مشرۍ یې لوبډله له بریا څخه محرومه کړې، ځکه چې د شاهد کمال او فضل نیازي توپوهونکو سره د توپوهنې په پوزیشن کې څرګنده ظلم روان دی.

سربېره پر دې نور شنونکي د کرېکټ بورډ غوراوي کمیټي ملامتوي چې تکړه لوبغاړي په نظر کې نه نیسي او یوازې د واسطې او میراثیت په بنیاد لوبغاړي وړاندې کوي، چې په دې کې نوروز منګل او ورونه یې له سخت غبرکون سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې شاهد کمال په تېر شپږیزه لیګ کې په ښه اوسط له زیاتو منډو جوړوونکو توپوهونکو څخه وو او د شپږیزې سیالیو غوره توپوهونکی اعلان شوی و، او همدا ډول په فرسټ کلاس او لیست A سیالیو کې هم په غوره اوسط زیاتې منډې لري.