
فوټبال نړیوال جام: د سرو زرو بوټ، توپ او دستانه چا ترلاسه کړل؟
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م فوټبال نړیوال جام څو ورځې وړاندې چې په روسیې هېواد کې د ۳۲ لوبډلو په ګډون ترسره شو د فرانسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د نړیوال جام پایلوبه کې د فرانسې او کرویشیا لوبډلې مخامخ شوې چې فرانسې کرویشیا لوبډلې ته په ۴-۲ ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي یې د دویم ځل لپاره وګټله.
فرانسې لوبډلې ته د فیفا فدراسیون لخوا ۵۰ ملیونه امریکایي ډالره جایزه، دویم مقام ګټونکې لوبډلې کرویشیا ته ۴۰ ملیونه امریکايي ډالره جایزه، او نورو ګډونوالو لوبډلو ته ۲ نیم ملیونه امریکايي ډالره جایزه ورکړل شوه.
خو د غوره لوبغاړو په لړ کې کوم لوبغاړي ښه وځلیدل، چا د سرو زرو بوټ، چا د سرو زرو توپ او چا د سرو زرو دستانې ترلاسه کړې؟
د انګلستان تکړه حمله کونکي لوبغاړي هیري کین د ۲۰۱۸م نړیوال جام تر ټولو زیات «۶» ګولونه ووهل، چې د یاد جام سرو زرو بوټ یې ترلاسه کړ.
د رنر لوبډلې مشر لوکا موډریج د ۲۰۱۸م نړیوال جام د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، نوموړي د سرو زرو توپ جایزه وګټله.
په همدې ډول په ګول ساتونکو کې د درېیم مقام لرونکې لوبډلې بیلجیئم ګول ساتونکي د خپل ګول تر ټولو په زړه پورې دفاع وکړه چې په پای کې یې د سر زرو دستانه ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې د فرانسې لوبډلې تکړه ځوان لوبغاړی کایلن مباپی د ۲۰۱۸م نړیوال جام تر ټولو ځوان لوبغاړی شو، په همدې ډول نوموړی د برازیلي «پېلې» څخه وروسته دویم ځوان لوبغاړی شو چې په فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې ګول وواهه.