افغانستان

اشرف غني پاکستان ته د پولي ټینګولو ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر او پوځ مشر سره په تلیفوني اړیکه کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان له لوري به د پولي پر غاړه امنیت ټینګ نیول کیږي تر څو په پاکستان کې ټاکنې په ښه توګه تر سره شي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوي خبرپاڼې کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د قمر باجوه سره په خبرو کې د پاکستان د وروستیو چاودنو په اړه غم شریکي کړې او د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. او ویلي يې دي چې په پاکستان کې د ټاکنو د بریا لپاره به د افغانستان په اړخ کې د «پولې» امنیتي تدابیر ټینګوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې پر ټاکنیزو غونډو دوه او په بلوچستان کې یوې چاودنې په سلګونو کسان ووژل او سلګونو نور یې ټپيان کړل.

د خبرپاڼې سره سم اشرف غني د پاکستان اوسني موقت لومړي وزیر ناصرالملک ته هم تلیفون کړی او وروستی چاودنې يې په کلکو ټکو ورته غندلي دي او له خپله اړخه یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده چې پاکستان د افغانستان سره پر پوله په سلګونو کیلومتره سیمې خاردار لګولی او پر پوله یې د افغانانو تګ او راتګ باندي محدودیتونه وضعه کړي دي. په کابل کې د مدني ټولنو غړي پر ګډحکومت تور پوري کوي چې د پاکستان سره یې ګډه پوله «ډیورنډ کرښه» په رسمیت پيژندلې او په ډیرو برخو کې يې پاکستان ته د وړاندي راتګ زمینه سازي هم کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx