fbpx

ټرمپ او د ناټو سرمنشي ولي د اشرف غني سره ونه لیدل؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ناټو په وروستۍ سرمشریزې غونډه کې د امریکا ولسمشر ټرمپ او د ناټو سازمان د سرمنشي مشر ینس ستولتنبرګ سره ونه لیدل.

د طلوع نیوز د راپور سره سم د افغانستان له لوري بروکسل غونډې ته تللي پلاوي ډېره هڅه وکړه چې د ټرمپ سره د افغان لوري ملاقات برابر کړي خو هیڅ ګټه یې ونه کړه.

باید وویل شي چې د ناټو سرمشریزي غونډې ته ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله په جلا جلا توګه د خپلو ټیمونو سره یو ځای تللي وه او هلته یې په ګډه د افغانستان نمایندګي وکړه.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د ولسمشر اشرف غني سره یوازي یو ځل ملاقات کړی دی، هغه هم تېر کال په سپتمبر میاشت کې کله چې دواړه ولسمشران د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته تللي وه. دا غونډه هم یوه جانبي غونډه وه چې د افغان لوري پر اصرار تر سره شوې وه.

په داسي حال کې د امریکا او ناټو په بهرنۍ پالیسي کې د افغانستان جګړه یو مهم ارزښت لري، د ولسمشر سره یې د ناټو د سرمنشي او امریکا د ولسمشر نه لیدل ډېري پوښتنې را ولاړي کړي دي.

د راپور سره سم د غونډې په څنډه کې ولسمشر اشرف غني د جرمني د لومړۍ وزیرې انجیلا میرکل سره ولیدل چې هغه هم یوه تصادفي ناسته وه او د اشرف غني د ټیم له لوري د ډیر اصرار په وجه بالاخیره ممکنه شوې وه.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط طلوع نیوز ته ویلي چې د انجیلا میرکل لیدنه هم په ډېر تکلیف برابره شوه او د نورو ولسمشرانو سره د جلا لیدنو هڅو مثبته پایله نه درلوده.

د کتونکو په باور داچي اشرف غني تر اوسه په سپینه ماڼۍ کې د ټرمپ سره په لیدو نه دی بریالی شوی او یوازي يې یو ځل د ملګرو ملتونو په غونډه کې د څنډې ملاقات کړی، او بیا ټرمپ د ناټو په سرمشریزه غونډه کې د نوموړي سره لیدو ته زړه نه دی ښه کړی، پر دې دلالت کوي چې ټرمپ د افغان حکومت او روان حالت څخه راضي نه دی.

ټرمپ تېر کال د افغانستان او سویلي اسیا په اړه خپله ستراتیژي اعلان کړه خو تر یوه کال وروسته د کتونکو په باور د هر اړخیزي ناکامۍ سره مخ شوې چې له امله یې نوموړي د ستراتیژي د بیا ارزونې خبر ورکړی او د طالبانو سره یې د مخامخ مذاکراتو امر هم کړی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
بریالی "سعیدی"
میلمه
بریالی "سعیدی"

دا تول دروغ دی طلوع تلویزون دیر تاسفگری لری دپشتنوسره دغوندی هدف همداوو چی افغانستان سره کمکونه وشی طالبان پرملت باور نلری مگر پر امریکا لری دیره دی تاسف خبره دی