افغانستان

فاریاب: د طالبانو نفوذي کس د قومندان په ګډون شپږ سرتیري وژلي

نن ټکی اسیا (سشنبه، ۲۶چنګاښ ۱۳۹۷ل): تېره شپه د فارياب ولايت چهلګزي ولسوالۍ د چارشنبې په سیمه کې يوه عسکر د خپلې پوستې قومندان او پنځه ملګري وژلي او خپله تښتیدلی دی.

د فارياب د امنیتي چارواکو له خولي د پیښې پخلی شوی دی، د امنیه قومندانی حوزوي مشر عصمت الله رسنیو ته د پیښې تأیید کړی خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

بل خوا طالبانو په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې بريدګر د دوی “نفوذي ملګری” و زياتوي چې په بريد کې د قومندان عبادالله په ګډون شپږ عسکر وژل شوي او نوموړی بريدګر د دوی سيمې ته له وسلو سره ورغلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي نفوذي بريدګر طالبانو ته څلور ميله ټوپکونه او یوه اندازه مهمات هم وروړي دي.
نژدې لس ورځي مخکې د طالبانو يوه نفوذي کس د ارزګان مرکز ترينکوټ په

هوايي ډګر کې د خپل ټوپک پر مټ په بهرنيو عسکرو بريد وکړ چې د طالبانو په وينا په دغه بريد کې څلور بهرني عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

خو د امريکا دفاع وزارت ويلي و، په دغه بريد کې يو عسکر وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي و.

د شنونکو په باور، پر بهرنيو ځواکونو او د دولتي ځواکونو تر منځ خپلمنځي بريدونه به د دوی تر منځ لږ پاتې باور هم له منځه یوسي.

طالبانو تر دې مخکې په خپلو خبرپاڼو کې ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان لري او له موقع څخه په ګټې اخيستو به وخت په وخت په بهرنيو او دولتي ځواکونو بريدونه کوي.

افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو له راتګ راهيسې د نفوذي عسکرو له لوري بې شمېره بريالي بريدونه شوي چې بهرنيانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x