fbpx

حکمتیار: د ټاکنو لپار نوم لیکنه څلورو میلیونو ته هم نه رسېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي – حکمتیار ګوند مشر انجینر ګلبدین حکمتیار نن په کابل کې د ډاکټر غني د څرګندونو د غبرګون لپاره د رسنیو پر وړاندې ودرید.

حکمتیار وویل، روان حکومت مطلق ناکام او محمد اشرف غني دا واک نه لري چې ګوندونه نفي کړي.

هغه دا هم وویل، چې د ټاکنو لپاره د ټاکنو کمیسیون او حکومت هغه دعوې چې ګواکې اته میلیونه او شپږ سوه زره تنو نومونه لیکلي مطلق دروغ دي.

حکمتیار وویل د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې اصلي شمېره تر درې میلیونه او شپږ سوه زره تنه نه اوړي، حکومت او د ټاکنو کمیسیون پنځه میلیونه تنه دروغ ویلي دي.

ګلبدین حکمتیار وروسته له هغه دا څرګندونې کوي، چې دوه ورځې وړاندې د ده په شمول د ګوندونو له ناستې وروسته ډاکټر غني دوی بې واکه او د ملت له استازولۍ محروم یاد کړل.

حکمتیار د برېښنايي تذکرو اړوند هم وویل، چې که څوک له افغان کلمې سره ستونزه لري تذکرې دې نه اخلي.

د حزب اسلامي دغه مشر چې تل د خپل دریځ په تذبذب کې ډوب یادېږي، نن هم وویل چې ګواکې د بحران د مخنیوي لپاره به له هغه چا سره هم جوړجاړی وکړي چې وړاندې يې ورسره جګړه کړې ده.

دوه ورځې وړاندې د ځینو ګوندونو او سیاسي جریانونو استازو او مشرانو په یوه غونډه کې د ټاکنو روانه پروسه له درغلیو ډکه وبلله او سمدستې يې د لغوه کېدو ټینګار وکړ، چې د محمد اشرف غني غوسه يې راوپاروله.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ُHaibatullah
میلمه
ُHaibatullah

### دستا واک هم ### سره دی
اوس تاسو سره د حیسابی وخت راغلی ده نور دستاسو صحنه ختمه او ځواب به ورکوی چی کابل مو ولی وران کړ