افغانستان

د امریکا سفیر له عطامحمد نور سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا سفیر جان باس د بلخ له پخواني والي او د جمعیت اسلامي له اجراییه مشر عطامحمد نور سره لیدلي دي.

سپوږمۍ راډيو لیکي، جان باس په مزار شریف ښار کې له عطامحمد نور سره لیدلي او په شمال کې د نا امنیو او روان وضعیت په اړه يې خبرې کړې دي.

عطامحمد نور چې له محمد محقق او جنرال دوستم سره یو ګډ ائتلاف هم لري، د جنبش او حکومت په لانجه کې د جنبش ملاتړی دی او څو ورخې وړاندې يې د ناټو ناستې ته د حکومت اړوند شکایت لیک هم لېږلی و.

جان باس وروسته له هغه له عطامحمد نور سره ويني، چې هغه د ناټو سرمشریزې ته په لېږلي لیک کې پر نړیوالو غږ کړی و، چې ستاسې استازي یوازې له غني او تر هغه راتاوې کړۍ سره ګوري، با نفوذه اشخاصو او مهمو څېرو سره نه ویني.

عطامحمد نور چې اوس کومه دولتي دنده نه لري، خو بیا هم په شمال کې زورواکی یادېږي.

ویل کېږي هغه به د را روان میلادي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره هم خپل ځان نوماند کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x