fbpx

نیمروز: د والي زوی د ځانګړې قطعې عسکر وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د نیمروز ځايي اوسېدونکي وايي د دې ولایت د والي انجینر سمیع الله زوی، له لفظي شخړې وروسته د ځانګړې قطعې یو تن عسکر ځای پر ځای وژلی دی.

دغه عسکر چې نوروز نومېږي، د نیمروز د والي له زوی سره له لفظي شخړې وروسته د هغه له خوا په ډزو ووژل شو.

د پېښې په غبرګون کې لسګونو تنو د ولایت مخې ته لاریون کړی، خو ګیله کوي چې هیڅ رسنۍ يې غږ نه د رسنیز کړی.

د نیمروز یو تن اوسېدونکی او د لاریون ګډونوال داود رحیمي وايي ګڼو رسنیو ته يې زنګونه وهلي او د پېښې جزییات يې ورکړي خو چا يې غږ نه دی رسنیز کړی.

تر اوسه د نیمروز ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه هم د پېښې نور جزییات رسنیز شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د