افغانستان

نېکولسن: امریکایان به د سولې د خبرو ګډونوال وي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶چنګاښ، ۱۳۹۷ل): په افغانستان کې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرال نېکولسن د غوڅ ملاتړ له ماموریته په خپره شوې خبرپاڼه کې کاږي، چې امریکا به د سولې د برخې ګډنوال وي.

نوموړي تېره ورځ له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې د سپینې ماڼۍ له امر سره سم، دوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ته تیار دي.

هغه زیاته کړه: «زمونږ د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، مونږ د امریکا متحده ایالات د طالبانو سره خبرو ته اماده یو تر څو د بهرنیو ځواکونو پر برخلیک ورسره وغږیږو».

نیکولسن ویلي و، مونږ امید لرو طالبان به دغه ځای درک کړی وي او تمه لرو چې د سولې پروسې د پرمخ وړاندي لپاره دغه ګام مثبت واقع شي.

تازه د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت له مطبوعاتي څانګې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې امریکا به د سولې د خبرو ګډونواله وي.

خبرپاڼه کې د نېکولسن له خولې لیکل شوي: « زما د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پر څرګندونو ټینګار و، چې د سولې په خبرو اترو کې د بهرنیو ځواکونو پر برخلیک هم بحث وشي او امریکا تیاره ده چې له طالبانو، افغان حکومت او افغانانو سره د سولې په برخه کې مرسته وکړي.»

نیویارک ټایمز وړمه ورځ د امریکايي چارواکو په حواله راپور خپور کړ، چې امریکايي ډيپلوماټان باید له طالبانو سره د مخامخ خبرو هڅه وکړي.

د ورځپاڼې په وینا، که څه هم تراوسه د مذاکراتو نیټه نه ده ټاکل شوې او لا هم دا اندیښنه شته چې په دې تازه تګلاره کې بدلون راشي، خو له طالبانو سره مستقیمو مذاکراتو ته د امریکا چمتووالی د دې ښکارندويي کوي چې سپينه ماڼۍ غواړي په افغانستان کې د جمود له اوسني وضعیته راووځي.

طالبانو هم د امریکا د دې دریځ پر وړاندې موافقت ښوودلی، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دوی د امریکا سره خبرو ته اماده ده تر څو د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو په اړه ورسره خبره وشي.

نوموړي د امریکا له لوري امادګي یو مثبت پرمختګ بللی دی او هیله یې څرګنده کړې چې د ملګرو ملتونو له لوري د طالبانو پر مذاکراتي ټیم باندي د تور لیست بندیزونه لیري شي.

په خواله رسنیو کې هم د امریکا له لوري د دې ګام هرکلی شوی او عام افغانان دې خوشبین دي چې د جګړې د اصلي لوریو تر منځ به خبرې بې پایلې نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x