fbpx
له ۲۰۱۸م نړیوال جام اتلولي ګټلو څخه وروسته فرانسوي مسلمان لوبغاړي الله ته سجده کوي

آیا مسلمان لوبغاړو فرانسې ته نړیوال جام وګاټه؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ۲۰۱۸م فوټبال نړیوال جام د روسیې په زړه پورې موسم او ښکلي لوبغالو کې د فرانسې لوبډلې په بریا پای ته ورسېد، چې د دویم وار لپاره یې د نړیوال جام اتلولي وګټله.

د فوټبال نړیوال جام پایلوبې څخه وروسته د ټولنیزو رسنیو یو فعال او امریکایي مسلمان لیکوال چې خالد بیدون نومیږي، پر ټویټر پاڼه یوه ټویټ کې د ستر کلتوري هېواد فرانسې پر نسل پرستۍ سوالونه رامنځته کړل، چې له امله یې پر ټویټر د فرانسې افریقایي او مسلمانو فرانسویانو په حق کې ستر کمپاین پېل شو.

د فرانسې حکومت له اوږدې مودې راهیسي د فرانسې افریقايي او مسلمانانو سره د توپير چلند کوي، تېره ورځ ثابته شوه چې فرانسې هېواد ته په اتلولۍ ګټلو او نړیوال جام لاسته راوړلو کې ستر رول افریقایي او مسلمان فرانسوي لوبغاړو ولوباوه.

د فرانسې په نړیوال جام ۲۳ کسیزه لوبډله کې ۱۵ افریقایي لوبغاړي دي چې «۷» یې مسلمان تکړه لوبغاړي هم دا مهال لوبیږي، چې په دې ډول دي: ۱- پال پوګبا، ۲- عثمان ډیمبیلې، ۳- عادل رامي، ۴- نبیل فیکر، ۵- نګولو کانټی، ۶- بینجامن میندی ۷- جبریل سدیبي دي.

په یاد جام کې د فرانسې لوبډلې مسلمان لوبغاړي ښه وځلېدل، چې په ځانګړي ډول نګولو کانټې او پال پوګبا غوره لوبه ترسره کړه، چې پال پوګبا د نړیوال جام پایلوبه کې په زړه پورې ګول هم وواهه، سربېره پر دې ځوان عثمان ډیمبلې له منځني تکړه لوبغاړو څخه دی، او جبریل سدیبي په دفاعي پوزیشن کې هم ښه وځلېد.

پر ټویټر پاڼه خالد بیدون ویلي چې «د فرانسې لپاره پکار دي نور د افریقایي او مسلمان فرانسویانو سره توپیري چلند پریږدي، فرانسه کې له دریو څخه یې یو مسلمان دی، همدوی دي چې فرانسې ته یې دویم نړیوال جام وګاټه، اوس دوی ته پکار دي چې له منافق سیاسته لاس واخلي او مسلمانانو سره له انصاف او عدالت څخه کار واخلي.

نوموړي زیاته کړې چې په فرانسې لوبډله کې ۸۰ سلنه افریقایي او ۵۰ سلنه مسلمان لوبغاړي دي، خو بیا هم فرانسه کې پر حجاب بندیز لګیدلی، ۶۰ سلنه بندیان مسلمانان دي، او ددوی په وینا اسلام د فرانسې له هویت سره اوس هم په ټکر کې دی، خو بیا هم مسلمان لوبغاړو فرانسې ته نړیوال جام وګاټه، فرانسه باید نور د اسلاموفوبیا فکر له منځه ویسي.

یوه بل ټولنیز فعال لیکي چې په فرانسه هېواد کې ۷۸ سلنه کډوال او ۵۰ سلنه مسلمان لوبغاړي دي، او همدوی فرانسه لوبډله د نړۍ له لومړیو لوبډلو څخه وګرځوله. یوه بل ټولنیز فعال د فرانسې کډوالو په حق کې لیکلي چې «زه هیله لرم فرانسه به هیڅکله نور د کډوالو په اړه نازیبا الفاظ ونه کاروي».

د یادونې وړ ده چې د دویم نړیوال جګړې څخه وروسته په ملیونونو افریقايي او مسلمان خلک فرانسې ته کډوال شول، چې هملته هستوګن شول، او اوس د فرانسې په ګټه کې ستر رول لري.

په فرانسه لوبډله کې مسلمان لوبغاړي:

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د