fbpx

پر کرکټ څنګه تبصره (COMMENTARY ) وکړو ؟

بختیار ساحل

که پر کرکټ تبصره کوې، نو فکر وکړه چې خلکو ته یوه زړه راښکونکې کیسه کوې.

پر کرکټ تبصره د پخوا په څېر نه ده، تر ۲۰۰۰ کلونو پورې به تبصره کوونکو د کرکټ اړوند ژورې تبصرې کولې، تر ډېره د لوبغاړو په تکتيک او تخنیک غږيدل، د لوبډلو پرتلنه به يې کوله هر شاټ او هر بال به يې څېړه، خو اوس يې فرق ډېر کړی دی خلک د تېرو لوبو او لوبغاړو تاريخونه ډېر وايي ، خپلې شخصي کیسې او ټوکې ټکالې کوي، چې دا ښه طریقه نه ده .

ټيسټ کرکټ تر ډېره فزيکي قوه غواړي، خو دا بايد هېر نکړو، چې ذهني قوه يې زیاته ارزښتمنه ده.

د لوبډلې لوبډلمشر(Captain ) بايد په ذهني لحاظ ډېر قوي وي، د ټيسټ په ۵ ورځو کې خپله لوبډله او لوبه په ډېرې ارامۍ سره مخ ته بوځي، په خپل مقابل لوبډلمشر قوي وي او د لوبې په هر ډول سخت حالت کې ماحول جوړ وساتي . دغه راز دې د لوبې په جریان کې داسې نوښتونه هم وکړي چې خلک سوچ کولو ته مجبور کړي .

تبصره دا نه ده چې د تلویزون په پرده څه تيريږي او ته هغه خلکو ته تشریح کړې ، خلک هغې خبرو ته هيڅ ضرورت نه لري د تلویزون غږ بندوي او ګوري يې ځکه وايي چې دا تبصره کوونکی (Commentator ) هسې بې خونده او بې ځایه خبرې کوي ، خو که چېرې تا په دې شهرت ترلاسه کړی وي چې په هره لوبه کې خلکو ته نوې او زړه راښکوونکې خبرې کوې ، نو غږ به دې تر اخره خلک اوري .

که مثال يې ووایو په توپ اچونکي شپږیزه ووهل شوه ، لوبډلمشر سوچ کوي ته بايد دلته مداخله وکړې چې کوم کار ته اړتيا ده او ستا د تبصرې مطابق لوبډلمشر هم هغه عمل وکړي، نو دا د تبصرې يو ښه ټکی دی . تبصره کوونکی بايد پراخه مطالعه ولري، په کرکټ په هره معنی وپوهيږي، ارواه پوهنه يې لوستې وي، د لوبې په مدیریت وپوهيږي د بحراني حالاتو په مدیريت بلد وي ځکه خلک یواځې د مبصر خبرې اوري له لوبغالي غږ نه راوځي او نه لوبډلې خپل پلان تشریح کوي، نو دا کار بايد تبصره کوونکی وکړي، څو خلکو ته یو فکر ورکړي .

بې خونده تبصره داسې وي لکه ته چې یو کس ته خوله کې ډوډۍ ورکړې، موخه دا ده چې هلته توپوهونکی شاټ ووهي او ته هم غږ وکړې، شاټ يې وواهه او کيچ شو، دا هر څه د تلویزون په پرده ښکاره شوه، نو دغه وخت کې مبصر باید داسې مداخله وکړي چې خلکو ته خوند ورکړي .

کرکټ کې ټیسټ لوبه ليدل ډېر وخت او حوصله غواړي، نو که تبصره يې هم داسې وشي چې خوند په کې نه وي ښايي د دنیا غوره ټیسټ لوبې هم څوک ونه ويني دغه راز شل اوریزه لوبې دي چې هيجان او شور په کې بيخي زیات وي که مبصر يې د ټیسټ لوبو په انداز غږيږي ښايي دا لوبه ليدونکو ته هيڅ خوند ور نه کړي .

کله چې يو ښه کیسه ويوونکی درته کیسه کوي، نو يوه بې خونده کیسه به درته دېره خوندوره کړي که د کرکټ مبصر هم همداسې کیسه خوان نه وي، له لوبې به خوند وانخلئ .

مبصر بايد په هره لوبه کې نوې خبرې وکړې، د لوبډلمشر د ذهن مطابق اټکلونه وکړي او اکثره اټکلونه يې سم ووځي .

یو مثال يې وایو یوه لوبه وه ريچارډسن د اسټراليا توپ اچونکي بيخي تنګ کړي و دا وخت لوبډلمشر دوه سليپ فيلډران ودرول او بیا يې راونډ د ويکټ توپ اچونه پيل کړه . دلته بايد کرکټ مبصر وپوهيږي چې ولې يې دا کار وکړ، ليدونکو ته بايد ووايي چې دا عمل په دې موخه وشوچې سليپ ته کيچ ووځي او توپوهونکي هم په دې عمل لږ سوچ وکړي او کله چې هغه په فکر کولو مجبوره شو، نو غلط شاټ وهي .

ډرامې به مو زیاتې ليدلې وي هره برخه يې یوه داسې جالبه صحنه لري، ستا وجود کې تلوسه، هیجان او شور پيدا کوي چې ته يې ليدلو ته بې حده لېواله شې، نه غواړي تلویزون بند کړې یا ډرامه بنده کړې يو قوي تسلسل په کې وي تر هغې چې پای ته يې ونه رسوې بل کار نه کوې کله دې چې پای ته ورسوله بیا یو سوچ درکوي له هرې صحنې خپل برداشت یا تعبیر اخلې دې ته بیا ډرامه هم وايي همدا د کرکټ د یوه مبصر لپاره بيخي ښه مثال دی د لوبې لوبغاړي يې د مختلفې برخې ستوري دي کرکټ مبصر يې لارښود دی، نو په کار ده چې لارښوود خپلو ليدونکو ته د ليدلو وړ صحنه جوړه کړي او غږونه هم د چا په روان او ذهن بد تاثیر ونه کړي .

که يو بل ساده مثال ووایو دوه کسه ناست دي خپلو کې کیسې کوي او یو ناڅاپه بمي چاودنه وشي بس، یوڅو دقیقې کیسه ده ختمه شوه، خو که چيرې دغه ناست کسان ووايي چې یوه نیمه بجه چاودنه کيږي او ۱۵ دقیقي وخت ورته پاتې وي دا پاتې وخت به مينه وال ټول انتظار وي او زړونه به يې درزيږي تبصره هم دغسې ده که کرکټ مبصرین خپلو کې ناست وي او بې ځایه او بې خونده کیسې يې شروع کړي وي او په دې وخت کې یوه ويکټ وغورځيږي ، دوی هم ووايي اسټراليا لوبډلې یوه ويکټ له لاسه ورکړه، د تلویزون په پرده دا تصویر هر ليدونکی ويني او د مبصرينو دا ډول خبرې به خوند ور نه کړي .

لوبه کې هر ډول حالتونه رامنځته کيږي، یو مهال مایکل کلارک چې د لوبې وروستۍ ورځې يې وې یوه لوبه کې ټپي شو وروسته بیا ګوډ ګوډ ميدان کې ګرځيده، خلکو ته دا سوچ وچې ښايي ډېر ژر لوبه پرېږده، یا د جاويد مياندان او ډينس ليلي ترمنځ یوه لوبه کې داسې عمل وشوچې ټول خلک يې حیران کړل، دوی فکر کاوه چې د دې کیسې پايله به څه وي، بیا هم خلکو ته دومره ارزښتمنه نه ده، خو کله چې ویرات کوهلي توپوهنه کوي او جيو روټ ورته فيلډران بدلوي رابدلوي، نو کرکټ مبصر بايد خلکو ته ووايي چې ایا دا د ویرات د اوټولو کوم پلان دی که روټ وارخطا دی او یا دې ته ورته خبرې وکړي چې ليدونکي ځان سره وساتي .

دغه راز بیګ باش کې کیون پيټرسن بې رحمه توپوهنه کوي لګیا دی ډيويډ وارنر ورته ۴ سليپ اخلي او سټارک ته وايي چې اوور د ويکټ توپ اچونه وکړه دلته بايد مبصر خلک وپوهوي چې ولې داسې حالت رامنځته کيږي دا پيټرسن په ذهني لحاظ خرابوي، په حقیقت کې به د سټارک توپ کې دومره کمال وي چې سليپ ته کيچ اوباسي او یا نه ؟ لیکن ټول ليدونکي په دې ټکو نه پوهيږي مبصر يې باید وپوهوي .

مبصر بايد په هر توپ او هر شاټ تبصره وکړي لکه په یوه لوبه کې اسټراليا د توپ وهونکي کيڼ خواته ۷ فيلډران درولي و او توپ اچونکي باونسر توپ ویشته، ولې يې ویشته ؟ په دې خبره دې مبصر وضاحت ورکړي ځکه ښايي توپوهونکی باونسر سم نه شي وهلی که یو یا دوه ځل ترې ځان بچ کړي، نو بل ځل خامخا سوځي ځکه لوبډلمشر او توپ اچونکی په یو اور کې د توپوهونکي کمزوري معلوموي .

که په ټوله کې ووایو کرکټ مبصر بايد په هره معنی په کرکټ پوه وي، د کرکټ په قوانينو خبر وي، د ټولو لوبډلو لوبغاړي په سمه توګه وپيژني، فصاحت او بلاغت يې ښه وي، غږ يې دروند او تاثیر لرونکی وي، ښه شخصيت ولري او ځيني نور .

که مونږ د کرکټ د غوره مبصرینو نومونه يادوو ښايي په غوره لسو کې يې ټوني ګريګ، هارشا بوګلې، راوي شاستري، بانګوا، سنجی منجريکر، اجی جدیجا، سونيل ګواسکر، رمیز راجا، آین بيشپ ياد شي داسې هم امکان لري چې ځيني نور مبصرين بیا ستاسې خوښ شي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د