له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د امریکا زرغون څراغ

ذاکر جلالي

افغان سوله او جګړه له تېرو څو کلونو راهیسې ولاړ حالت ته رسېدلي وو. طالبانو پراخې لرې پرتې سیمې نیولې وې، افغان حکومت او بهرني ملاتړي یې ناتوانه وو چې د طالبانو له واک سیمې بېرون کړي. د تېر کال په اګسټ کې چې ولسمشر ټرمپ له اوږده ځنډ وروسته د افغان جګړې په تړاو خپله ستراتېژي اعلان کړه، جنرال نېکولسن وویل چې هڅه به وکړي چې د طالبانو له واک کابو ۸۰ سلنه سیمې وباسي. له بلې خوا طالبان سږ کال وتوانېدل چې د فراه ښار کابو سقوط کړي، خو په ښار کې له لنډ حضور وروسته بېرته ووتل. د سولې بحث بیا بل ډول بن‌بست ته رسېدلی و. طالبانو ویل لومړی له امریکایانو سره نېغ په نېغه خبرې کوي؛ خو امریکایانو ویل د جګړې له لارې به طالبان داسې خبرو ته راکاږي چې «د افغانانو په مالکیت او مشرۍ» ترسره شي. افغان حکومت پر خپل ځای د سولې په تړاو خپلې مانورې کولې. په ټوله کې، سوله د هر افغان لپاره لرې هیله ښکارېده.
له تېر کوچني اختر راهیسي د سولې په تړاو ډراماټیک پرمختګونه کېږي. له اختر وړاندې ولسمشر غني د یوې اونۍ لپاره د اوربند اعلان وکړ. وروسته طالبانو هم درې ورځنی اوربند اعلان کړ. درې ورځني اوربند د څلورو لسیزو افغان ربړې په تاریخ کې داسې صحنې خوندي کړې چې د مسئلې د اواري هیلې يې تر بل هر وخت نژدې ښکاره کړې. په اوربند کې تر ټولو مهم ټکی دا و، چې ثابته شوه چې ستونزه د افغانانو ترمنځ نه شته او بهرنی پوځي حضور د جګړې تر ټولو اصلي لامل دی.

له جګړې د ټرمپ نهیلي

د جولای پر لسمه رویټرز خبري اژانس د ځینو لوړ پوړو امریکايي چارواکو له خولې ولیکل چې متحده ایالات تیاری نیسي چې په افغانستان کې د خپلې جګړې پر ستراتېژۍ بیاکتنه وکړي. دغو امریکايي چارواکو ویلي وو ولسمشر ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې جنګي ستراتېژۍ د پڅ پرمختګ له امله نهیلي ښکاره کوي. رویټرز د لوړ پوړي امریکايي چارواکي له قوله لیکلي وو “موږ له سپينې ماڼۍ داسې نښې ترلاسه کړې چې راتلونکو میاشتو کې به ټرمپ غوښتنه وکړي چې پر ستراتېژۍ بیاکتنه وکړو. نو موږ دې احتمالي چارې ته تیاری نیسو”.

یو بل امریکايي لوړ پوړی چارواکی چې د ټرمپ د افغان ستراتيژۍ په تړاو اول لاس معلومات لري، رویټرز ته ویلي وو “له هغې راهیسې چې ټرمپ د افغان جګړې په اړه خپله پرېکړه په ډاګه کړې څو څو ځلي يې پوښتنه کړې چې افغانستان کې موږ څه پرمختګ کړی”. دې چارواکي همدا راز د ټرمپ په حواله ویلي “ده [ټرمپ] څو څو ځلې د پڅ پرمختګ له امله خپله نهیلي په ډاګه کړې او دا پوښتنه یې راپورته کړې له دې ټولو پیسو موږ څه ترلاسه کوو؟”
د ووډرو وېلسن په مرکز کې د سوېلي اسیا متخصص، مایکل کوګلمن ویلي، که په افغانستان کې پرمختګ شوی وای، د ستراتيژۍ د بیاکتنې اړتیا به نه وای. کوګلمن وايي د ټرمپ اداره به د ستراتيژۍ له بیاکتنې وروسته ووايي چې شرایطو کې مثبت بدلون نه دی راغلی؛ نو “اړتیا څه ده چې پاتې شو”.

د ټرمپ په تړاو یوه یادونه ډېره مهمه ده. ولسمشر ټرمپ د امریکا د پخواني انزواګرايي سیاست پلوی دی. په دې معنا چې امریکا به یوازې په خپلو کورنیو چارو او پرمختګونو تمرکز کوي او له بهرنیو هېوادونو سره به له جیو پولیټیکي سیالیو ځان ژغوري. ټرمپ شخصاً د دې سیالیو پرخلاف نظر لري. ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ ټاکنو له بریا وړاندې څو څو ځلي په ډاګه کړې وه چې له افغانستانه باید پوځیان وباسي او بې ځایه لګښتونه ونه کړي. د ټاکنو پرمهال ټرمپ د افغانستان په تړاو هېڅ ونه ویل. ان له بریا وروسته چې ولسمشر شو، د افغانستان په تړاو یې ډېرې لږ څرګندونې کړي. د ۲۰۱۷ په جنورۍ کې سپينې ماڼۍ ته ننوت؛ خو اته میاشتې وخت یې ونیو چې ټرمپ د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي اعلان کړي. د باوري سرچینو په حواله، ټرمپ چمتو نه و چې افغانستان ته بیا سرتېري راولېږي، خو پوځي چارواکو قناعت ورکړ. مګر اوس د ټرمپ نهیلي نوره کافي څرګنده شوې ده. تېره اونۍ په بروکسل کې د ناټو په ناسته کې ولسمشر ټرمپ د ملي يووالي حکومت له غبرګو مشرانو سره د لیدو موافقه هم ونه کړه. دا ټول شواهد ښيي چې ټرمپ له روان حالته په بشپړ ډول نهیلی دی.

طالبانو سره مخامخ خبرې

د روان کال په فبروري کې طالبانو د امریکايي ولس په ادرس یو لیک خپور کړ او له امریکایانو او د کانګرېس له غړو یې پکې غوښتي وو چې پر خپل حکومت فشار راوړي چې د افغانستان اشغال پای ته ورسوي او روانه ربړه له طالبانو سره د ډیالوګ له لارې حل کړي. طالبانو په لیک کې د امریکا ولس پوښتلی و چې “د جګړې خوښونې سیاست ستاسې د هېواد لپاره څه ګټه لري؟”

د امریکا له حکومته د طالبانو له خوا د مخامخ خبرو غوښتنې په حقیقت کې د امریکا حکومت یوه سخت حالت سره مخ کړ. طالبان وتوانېدل چې توپ د امریکایانو کورټ ته وروغورځوي. امریکا د خپلو ملاحظاتو له مخې چمتو نه وه چې د طالبانو د مذاکراتو غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي. خو د جون پر شپاړسمه، د درې ورځني اوربند په اوږدو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو یوه اعلامیه کې وویل چې متحده ایالات تیار دي چې د سولې خبرو اسانتیاوې برابرې کړې او په کې ګډون وکړي. د جون پر شلمه سوېلي اسیا لپاره د امریکا استازې، مېرمن الیس وېلز د کانګرېس د غړو پوښتنو ته ځوابونه ویل. د کانګرېس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي، سناتور ایلیوټ انګیل له مېرمن وېلز وپوښتل “که موږ له کیم جانګ اون سره خبرې کولای شو، په یقین سره چې موږ له طالبانو سره هم خبرې کولای شو، موږ پر دې هم پوهېږو چې طالبان له متحده ایالاتو سره په مخامخ خبرو کې لېوالتیا لري، نو ولې موږ ورسره خبرې نه کوو”. د متحده ایالاتو پر حکومت دا فشارونه له هغې وروسته زیات شول چې طالبانو له امریکایانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار وکړ. د امریکا په څېر یوه هېواد لپاره چې د شلمې او یوویشتمې پېړیو په نړیوال سیاست کې یې مهم رول لوبولی، دا ډېره د شرم خبره وه چې طالبان یې خبرو ته رابولي او هغوی په شا کېږي. ځکه دا پوښتنه کابو هر امریکايي لیکوال او څېړونکي سره مطرحه وه چې اخر ولې د امریکا اداره له طالبانو سره مخامخ خبرو ته نه چمتو کېږي.

د جولای په ۱۵مه نیویارک ټایمز د ټرمپ د ادارې په حواله ولیکل چې خپلو لوړپوړیو ډیپلوماتانو ته یې امر کړی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي. دا د افغانستان په تړاو د امریکا په سیاست کې پاموړ بدلون ګڼل کېږي. طالبانو په لومړي ځل ۲۰۰۹م کال کې چمتووالی ښوولی و چې له متحده ایالاتو سره افغان ربړه د خبرو له لارې اواره کړي. د هماغو خبرو په نتیجه کې قطر کې طالبانو ته سیاسي دفتر هم ورکړل شو چې د پخواني ولسمشر کرزي د مخالفت له امله دفتر له پرانیستو ژر وروسته وتړل شو. نو له امریکایانو سره مخامخ خبرې د طالبانو هغه غوښتنه ده چې له ۲۰۰۹ راهیسې مطرح کېږي. کله چې د طالبانو په استازیتوب د سید طیب اغا او امریکایانو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې، طالبانو څو مهمې ژمنې وکړې: اول: دا چې چمتو دي چې د خبرو اترو له لارې د افغانستان ستونزه پای ته ورسوي؛ دویم: طالبانو ژمنه وکړه چې افغانستان به بیا د پخوا په څېر بهرنیو جنګیالیو ته پټڼځایونه نه ورکوي؛ درېیم: د طالبانو اجندا به د افغانستان تر جغرافيې پورې راټوله وي او په راتلونکي کې به د سیمې او نړۍ امنیت له ګواښ سره نه مخ کوي. د طالبانو دغه ژمنې په حقیقت کې د دوی په تړاو د نړۍ پخوانی ذهنیت تر ډېره بدل کړ. له هغې راهیسې د طالبانو او د سیمې د مختلفو هېوادونو ترمنځ د اړیکو راپورونه خپرېږي.

طالبان او د مهمو پرېکړو اړتیا

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو اترو څو پړاوونه تېر شول. په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته د ځینو سرچینو له مخې طالبان چمتو ول چې حامد کرزي سره خبرې وکړي؛ خو د امریکا حکومت له طالبانو سره هر ډول مذاکرات رد کړل او د طالبانو پرمخ یې یوازې د قبر او زندان دروازې پرانیستې!

وروسته له څو کلونو مقاومت، طالبانو په ۲۰۰۹ کال کې پرېکړه وکړه چې د اوباما له ادارې سره خبرې وکړي. دا د امریکا له یرغل وروسته د طالبانو مهمه او لومړنۍ سیاسي پرېکړه وه. لکه پورته چې یادونه وشوه د همدغو مذاکراتو په پای کې قطر دفتر پرانیستل شو. د ۲۰۱۴ په جون کې د طالبانو او امریکايي بندي تبادله وشوه. طالبانو په خوست ولایت کې باوبرګډال امریکايي ځواکونو ته په داسې حال کې وسپاره، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اسیر د سپارلو له امله ډزبندیز و. دا هم یو مهم ګام و. له دغو ګامونو وروسته د تېر اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند بل هغه مهم ګام و چې طالبانو پورته کړ.

اوس د امریکایانو له خوا خبرو اترو ته له تیاري ښوولو وروسته له طالبانو د نورو مهمو ګامونو توقع کېږي. لکه څنګه چې په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم ویلي، اوس د طالبانو لپاره تر جنګ هم قوي دیپلوماسي په کار ده. جګړه او دیپلوماسي د معاصرې نړۍ د سیاست دوې مهمې حربې دي. طالبانو ته هم په کار دي چې خپلې دیپلوماسۍ ته هم کافي پاملرنه وکړي. جګړه هغه مهال پېښېږي چې دیپلوماسي ناکامه شي. اوس چې د جګړې ښکېل لوري چمتو شوي چې دیپلوماسۍ ته مخه ورکړي، په کار ده چې له دې انتخابه په پوره احتیاط او چمتووالي ګټه پورته شي. د احتیاط او پوره استفادې توقع له طالبانو ځکه کېږي، چې د روانې جګړې زیان افغانانو ته رسېږي او طالبان هم افغانان دي او مسوولیت لري. د جګړې دوام تر بل هر چا د افغانانو په زیان دی. که د دیپلوماسۍ له لارې بهرنی حضور پای ته رسېدای شي او له دې لارې د افغانانو ترمنځ پر راتلونکي نظام هوکړه کېدای شي، د جګړې انتخاب باید څنګ ته کړل شي. دیپلوماسي په خپله یو ډول مبارزه ده.

د یوه ټکي یادونه طالبانو ته مهمه ده او هغه دا چې سیاست د فرصتونو لوبه ده. په بل عبارت، د سیاست یو تعریف له فرصتونو ښه استفاده ګڼل کېږي. طالبان باید دا درک کړي، چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ روانې جګړې ته هېڅ ډول ژمنتیا نه لري او ان مخالف یې دی؛ ځکه ټرمپ نه غواړي د امریکایانو منابع او ژوند په یوه بې ضرورته جګړه کې ضایع شي. خو باید هېره نه کړو، چې په دغه لیدلوري کې د امریکا د پردې تر شا سیاست جوړوونکي چې Deep State یا “ژور دولت” یې بولي، له ولسمشر سره همنظره نه دي. ژور دولت او پوځیان د جګړې د دوام پلوي دي. د دې ښه مثال د نیکلسن تازه څرګندونې دي چې وايي طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه ناسم تعبیر شوی. د امریکا د پردې تر شا سیاست جوړوونکي په سیمه کې د اوږدمهاله سیالۍ پلوي دي. د هغوی له نظره د امریکا سیالي په سیمه کې له هغو منابعو ډېره ارزښتمنه ده چې د افغانستان په جګړه کې مصرفېږي. یوازې د طالبانو فعاله دیپلوماسي کولای شي چې د ولسمشر ټرمپ دریځ پیاوړی کړي. طالبان باید له مذاکراتو بې اړتیا وېره نوره یوې خواته کړي او له مختلفو افغان لوریو سره خبرو ته تیار واوسي. تېر اوربند هم وښوده چې طالبان تر بل هر لوري پر افغان سولې او جګړې ډېر اغېز لرلای شي. نو اوس هم له دغه فرصت سره طالبانو ته سترګې وراوړي چې د امریکايي پوځي حضور او جګړې د پای پر لور په جرئت سره ګامونه پورته کړي او افغانستان او افغانان له روان ناورينه وژغوري.

له مسیر ورځپاڼې په مننه

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه

ګران ذاکر جلالي صاحب ډېره ښه سياسي تبصره مو ليکلې ده او طالبانو ته هم مو هم ډېري ښې مشورې ورکړي. په خبرو کي که په پام او دپلوماسي وسي هيڅ تاوان نسته اما ګټي يې زښتي زياتي وي.د اسلام تاريخ هم موږ ته وايي چي زموږ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم کاميابي زياتره په خبرو او مذاکرو کي وه. د هغه په ژوند کي د جګړو برخه ډېره لږ او د خبرو ، تبليغ او مذاکرو برخه يې زښته زياته وه. دغه ستاغوندي خبري ما او نورو هم طالبانو ته کړي دي.خو وايي کله چي علامه سيد جمال… نور لوستل »

masoom
میلمه
masoom

ذاکرجلالی صاب: ریښتیاهم طالبانو یوه قوی ډیپلوماسی څرګنده کړه هغه کې څو مهمې جملې دی دا چې نړﺉوال سیاستوال چې ځان ته یې دا داوه منسوبوله چې موژ د حقوق بشر سیاستپال یو او په نړﺉ کې امن راوستونکی يو او طالبان یې په قسما قسم نومونه ونومول ترهګر ،تروریست،باغی،ځنګلی وحشیان، او تالیڅټو غلامانو بیا ورته بې سیواده ورته ویل نن هغو طالبانو دا ده نړﺉ ټول سیاستوال د سیاست په ډګر کې په شرمو وشرمول او دجنګ په ډګر کې هم الله تعالی وشرمول اول: هغه دا چې د امریکا غوندې هیواد خلک چې په نړﺉ کې ځان تر… نور لوستل »