کندوز او میدان وردګ، د سختو جګړو په ترڅ کې دواړو لوریو ته درانه تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷چنګاښ ۱۳۹۷ل):   په داسي حال کې چې طالبانو بغلان ولایت کې د یو شمېر تسلیم شویو دولتي سرتیرو لیست خپور کړی او ویلي دي چې د بغلان د برکه ولسوالۍ اړوند چپه، مریم چشم ، تنګي مرچ، ناقلو او دیباش کلیو اوسیدونکي، لس تنه دولتي سرتیري له دوی سره یوځای شوي دي

طالبانو رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې د هغوی نومونه داسي ياد کړي: (دستګیر د عبدالرسول زوی، موسی د خټک زوی، ذبیح الله د محمد هاشم زوی، نسیم د عبدالستار زوی، ذبیح الله د عبدالبشیر زوی، نورحسن د جمعه ګل زوی، عبدالکریم د عبدالروف زوی، منګ علي د خیال محمد زوی دیوانه قل او سیدحکیم )

خو له بلي خوا په ګاونډی ولایت کندوز کې امنیتي چارواکو او طالبانو دواړو د سختو جګړو خبرونه ورکړي، د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش رسنیو ته ویلي: د چهاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې شاوخوا 45 وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو طالب ویاند بیا په یاده جګړه کې یوازي د خپلو دریو ملګرو د وژل کیدو خبره تأیید کړي،

طالب ویاند رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې: تیره شپه 1 بجه د امام صاحب ولسوالۍ اړوند قرغز، جوب بیګم، قرغان او امام الدین درې سیمو کې د عسکرو، پولیسو او اربکیانو په قرارګاؤ او پوستو له څلورو اړخونو بریدونو شوی، چې په ترڅ کې یې 7 پوستې او یو بیس طالبانو نیولې دي.

هغه وویل: په جګړو کې 32 تنو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې 19 یې وژل شوي او 13 نور ټپیان دي.

بل خوا له مرکزي ولایت میدان وردګ نه هم دواړو لوریو د درنو جګړو خبره کړي،

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: تیره شپه 1 بجه د سید آباد اړوند زرني او بدهک سیمو کې د دوی جنګیالیو پر دولتي پوستو جلا جلا برید کړي چې په ترڅ کې یې 3 پوستي او پکي دوه سرتیري ژوندی نیولي دي.

مجاهد زیاتوي چې په دغه جګړه کې یې 16 تنه عسکر وژلي دي.

سیمه ایزو چارواکو په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د سید آباد او جلریزو ولسوالیو د جګړو تائید کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د