fbpx

ډاکټر ځلاند: ټاکنې د ولس د غولولو او واک غځولو دسیسه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون استاد، شنونکی او د ګډ حکومت منتقد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي ټاکنې یوازې دسیسه ده، چې پر مټ يې باید ولس وغولول شي او واک وغځول شي.

هغه په شمال کې د دوستم د پلویانو لاریونونو ته په اشارې لیکلي، دوی په ګڼو شمالي ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلي دي او حکومت هم په لوی لاس د «مدیریت شوي بحران» لپاره کار کوي.

هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «په دې ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه تړلې دي، ټاکنې دسیسه ده چې ګڼ چورواکي یې د ولس د بوخت ساتلو، خپل واک غځولو، د بدې حکومتولۍ د چور تالان پټولو او نړیوالو غولولو د پاره ښکته، پورته کوي. د اقینې د بندر له تړلو په سلګونه میلیونه ډالر تاوان ګران وطن ته رسیږي، اقتصاد پوه سر پرې ګرولی؟ دلته مدیریت شوې بحران( Managed Crisis) ته کار روان دی.»

ډاکټر ځلاند وړاندې لیکلي: «ګڼ غولیدلې فیسبوکي وروڼه، خیاطان، د چور واکو پېرل شوي ښکنځلماران د ولس سترګو ته خاورې شېندي.»

نوموړي د حللارې په توګه وړاندیز کړی چې امریکا باید له طالبانو سره مخامخ ستونزه حل کړي، د ټاکنو لپاره بې پرې اداره رامنځته شي او اوسنۍ پروسه باید ودرول شي.

هغه دا وړاندیز هم کړی دی چې د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې دي په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو ځای ترسره شي، په وینا يې « کنه د روان بحران ژورېدا، د اوسنیو غلو، خاینو چور واکو په ګټه تمامیدونکی حالت دی چې زور یې یوازې له مظلوم ولس څخه وځي.»

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د سیاسي ګوندونو یوه غونډه کې هم د ټاکنو روانه پروسه له درغلیو ډکه یاده شوه او ټینګار وشو، چې باید دا پروسه لغوه او بېرته له سره پیل شي.

د دې غونډې یو شریک او د حزب اسلامي مشر انجینر ګلبدین حکمتیار پرون هم په یوه خبري ناسته کې، د ټاکنو کمیسیون او حکومت په دروغ ویلو تورن وکړ او ويې ویل چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لپاره اته میلیونو نه؛ بلکې درې میلیونه او شبږ سوه زره تنو خپل نومونه لیکلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د