fbpx

رونالډو ریال مدرید پریښود او رسما له یوونتوس لوبډلې سره یوځای شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ریال مدرید کلب د ملا تیر تکړه لوبغاړی کریستیانو رونالډو رسما دغه کلب پریښود او له ایټالوي کلب یوونتوس «Juventus» لوبډلې سره یې نوی تړون لاسلیک کړ.

د فوټبال په نړۍ کې ځانګړی شهرت لرونکی فوټبالر کریستیانو رونالډو څه موده وړاندې له ریال مدرید لوبډلې سره مخه ښه وکړه او رسما له یوونتوس لوبډلې سره یوځای شو.

یوونتوس لوبډلې له رونالډو سره د څلورو کالو لپاره نوی تړون په ۱۰۵ ملیونه یورو لاسلیک کړ، چې هر سیزن به ۳۰ ملیونه یورو ترلاسه کوي.

ریال مدرید لوبډله د رونالډو په ځلیدونکې لوبه او د زین الدین زیدان (د ریال مدرید مشر روزونکی) په مشرۍ وتوانېده چې پرلپسې د درېیم ځل لپاره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټي.

د اروپا اتلانو لیګ پایلوبې وروسته سمدلاسه رونالډو له یوې نوې لوبډلې سره د لوبېدو اشاره ورکړه، چې هماغه و دده سره یې مشر روزونکي زین الدین زیدان هم ریال مدرید پريښود.

څو ورځې وړاندې پرتګالی رونالډو د ایټاليې ښار یوونتوس ته ورسېد او له دغې لوبډلې سره یوځای شو چې وروسته یې طبي معاینه هم ترسره شوه، په دې لړ کې رونالډو دیوه رسنیز کانفرانس ترمخې وویل چې نوموړی غواړي خپل کیریئر د یوونتوس لوبډلې سره پای ته ورسوي.

د یوونتوس لوبډلې مینوال د رونالډو ورتګ ته خوشاله دي، د ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې له مخې چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ددغه ښار په مرکزي پلورنځیو کې د رونالډو اووم نمبر رسمي یوونتوس شرټ د ۶۰ ملیونو ډالرو په اندازه وپلورل شو.

د یادونې وړ ده چې رونالډو د نړۍ له وتلو او مشهورو فوټبالرانو څخه دی، چې د نړيوالې کچې ترڅنګ په کلبي سیالیو کې یو شمېر ریکارډونه لري او څو وارې يې د کال غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د