دپاکستان دبهرنیو چارووزارت ویاند عبدالباسط له دندی څخه کوښه کړل شو

abdul_basitدیوامریکا قاتل ریمنډډیوس لخوا ددوو بی ګناه پاکستانیانو دوژلو څخه ورسته پاکستانی سیاست مداران دامریکا له سخت ردعمل سره مخامخ دی.

څوورځی مخکی  دبهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشی له دندی څخه ګوښه کړل شو، دنوموړی دلری کیدو اوازی اوګنګوسی لا ختمی شوی نه وی چی دبهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط هم لری کړل شو،


دنوموړی پرځای تهمنه جنجوعه دبهرنیو چارو دوزارت دویاندی په توګه ودندی ته وګمارل شوه له تیرو څوورځو څخه داسی اوازی وی، چی عبدالباسط به ایران ته دسفیر په توګه ګمارل کیږی.
داچی حکومت دنوموړی ددندی لپاره دیو مناسب متبادل په لټه کی وه نوځکه وایران ته دسفیر په توګه دده لیږلو امرځنډول شوی وه، چی اخیر کی نوموړی دبهرنیو چارو په وزارت کی داروپایی اتحاد دچارولپاره دخارجه سکرټر په توګه تعین شو.
ځینی څیړونکي ګمان کوی چه دبهرنیو چارو وزارت کی په لوړه سطحه تغیرات دامریکی حکومت دفشارله امله رامنځ ته شویدی خوحکومتی چارواکی دداډول اوازو اوګنګوسو په کلکه سره غندنه کوی، اورامنځ ته شوی تغیرات یو عادی خبره بولی.

 



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.