روغتیا

څیړنه: پلار سره نیږدې وخت تېرول د ماشومانو ذهني وړتیا لوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): له زیږیدو څخه تر دوه کلنۍ پورې ماشومان په کورنۍ کې د ټولو د پام وړ وي، مګر نوې څیړنې ښيي چې له پلار سره په نیږدې ژوند تېرولو ماشوم کې د چټکې زده کړې او پوهې ماده لوړوي.

څیړونکي وایي چې د تي خوری ماشوم له مور سره نیږدې والی یوه عامه خبره ده، خو که د وخت په تېریدو ماشوم د پلار سره په بېلابیلو کارونو کې یوځای وي ددوی ذهني فعالیت او وده کې زیاتوالی راځي.

دغه څیړنه په برطانیه کې د اکسفورډ پوهنتون په طبي شعبه کې ترسره شوې، دوی د څیړنې پرمهال هغه ماشومان له نیږدې وڅارل چې د پلار سره د بېلابیلو کارونو پر وخت یوځای وو، ددوی سره یې د څیړنې په ترڅ کې خبرې اترې وکړې او له لوبو یې د څه وخت لپاره لرې وساتل.

له ازموینې وروسته وموندل شول، هغه ماشومان چې د پلارانو سره د کار پر مهال یوځای وي او د هغوی کړنې څاري، ددوی ذهني وړتیا د هغو په پرتله چې پلار یې ورسره په سختۍ او قهرجنه لهجه چلند او له ځانه لري ساتي، ډیره لوړه او په چټکۍ د زده کړې وړتیا لري.

هغه ماشومان چې د پلار له مینې لرې پاتې وي او یا له پلار سره د کار پر وخت یوځای نه وي، ددوی ذهني وده او په چټکۍ د پوهې او زده کړې ماده کمزورې وي.

د څیړنې په پام کې نیولو سره متخصصینو په دې خبره ټینګار کړی، چې مور او پلار د ماشومانو سره په بېلابیلو کارونو کې وخت تېرول ددوی ذهني وړتیا لوړوي، ددوی راتلونکی روښانه کوي او په راتلونکې کې تکړه او باصلاحیته شخصیت ثابتیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close