fbpx

پاکستان زمبابوې ته په لسم اور کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ټاکلی هدف له لسو اورونو څخه وړاندې پوره کړ.

زمبابوې لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې ناکامه ثابته شوه، دوی په ۲۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۶۷ منډې یې جوړې کړې، چې د دوه لوبغاړو پرته بل هیڅ کوم لوبغاړي له لسو زیاتې منډې جوړې نه کړې.

د پاکستان لخوا په توپ اچونه کې فهیم اشرف د لومړي ځل لپاره ۵ لوبغاړي وسوځول، چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په ځواب کې پاکستان لوبډلې په لومړي توپ د امام الحق ویکټ له لاسه ورکړه، خو وروسته د فخر زمان څلوریزو پاکستان ته ۲۴۱ توپونه وړاندې د ۹ ویکټو په توپير بریا ورکړه.

د پاکستان لخوا په توپوهنه کې فخر زمان د ۸ څلوریزو په مرسته ۴۳ او بابر اعظم ۱۹ منډې جوړې کړې، چې د ۶۸ منډو ټاکلی هدف یې په ۹.۵ اورونو کې پوره کړ، دا د پاکستان لپاره د ډیرو توپونو په توپير لومړۍ ستره بریا ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د