افغانستان

کابل: پنځمه امنیتي حوزه کې یو افسر وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کابل امنیتي مسؤلین وايي د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ملي دفاع وزارت یو افسر وژل شوی دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي، پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې شوې ده.

هغه وايي وژل شوی افسر معراج الدین نومېږي، چې د ملي دفاع وزارت د ۴۰۰ بستریز روغتون په امنیتي برخه کې يې دنده ترسره کوله.

طالبانو هم نن سهار په یاده سیمه کې د یو تن افسر د وژل کېدو پخلی کړی، خو د هغه نوم يې ډګروال حمید یاد کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نوموړی د دوی د سرتېرو له لوري په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې دوه ورځې وړاندې هم په کمپنۍ سیمه کې د پغمان ولسوالۍ د کشف امر ووژل شو او د کابل ښار شمالي څنډه کې بادام باغ سیمې ته څېرمه په بمي چاودنه کې د پنځمې امنیتي حوزې امر ټپي شو، چې د دواړو پېښو مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x