ولسي جرګه: حکومت د سولې صلاحیت نه لري؛ د امریکا د دریځ هرکلی کوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي حکومت د سولې لپاره یوازې شعارونه ورکوي او له دې پروسې هم کمپایني ګټه اخلي، ځکه خو د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو هرکلی کوي.

د ولسي جرګې غړې شیکبا هاشمي په نننۍ عمومي غونډه کې وویل، موږ د امریکا د دریځ هرکلی کوو، خو افغان حکومت نه د سولې ظرفیت لري او نه هم صلاحیت.

د هغې په وینا خلک سوله غواړي او نور د جګړې پای زموږ جدي غوښتنه ده او هیڅوک د اولادونو د قربانۍ نور تحمل نه لري.

د ولسي جرګې بل غړي جعفر مهدوي وویل، د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې د دوی د تایید وړ دي، خو په وینا يې هیله لري چې دا د ټرمپ او اشرف غني لپاره د کمپاین برخه نه وي.

هغه وویل خلک سولې ته لېواله دي، خو کومې تمې چې ورته موجودې وي اوس ډېرې کمې شوې دي.

وړمه ورځ نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړ، چې دوی له طالبانو سره مخامخ خبرو ته حاضر دي، چې د طالبانو د سیاسي دفتر له لوري يې هم هرکلی وشو.

دغه راپور د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او په افغانستان کې د بهرنیانو د عمومي قومندان له لوري له تایید وروسته، ارګ توند غبرګون وښود او ويې ویل چې امریکا به د خبرو زمینه برابروي او د خبرو مالکیت به له دوی سره وي.

خواله رسنیو کې هم د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو خورا تود هرکلی شوی او د سولې لپاره يې د خلکو هیلې ډېرې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د