کرېکټ بورډ پر ګلبدین نایب د دوو سیالیو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا پر تکړه آلراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب، لوبڅار سره د بد اخلاقۍ په تور د دوو لست A سیالیو بندیز ولګید.

د سې شنبې په ورځ د جولايي میاشتې په ۱۶مه نېټه د غازي امان الله خان سیالیو په ترڅ کې د بند امیر او مس عینک لوبډلو ترمنځ د لوبې څارونکي همیم تلوار پر ګلبدین نایب وروسته له هغه د دوه لست A سیالیو لپاره بندیز ولګاوه چې نوموړي د کرېکټ بورډ له اخلاقي مادو خلاف ګام پورته کړ.

همیم تلوار په دغه لوبه کې د لوبڅار وظیفه پر مخ وړله، د لوبې په جریان کې ګلبدین نایب لوبڅار ته سپکاوی وکړ چې له امله یې نوموړی د کرېکټ بورډ کیمټې لخوا ملامت وګڼل شو.

ګلبدین نایب د کرېکټ بورډ له 2-2-10-7  او 2-2-5 مادو څخه سرغړونه وکړه، چې په پایله کې د کرېکټ بورډ اجراییه مشر د قضیې څیړنه وکړه او له ګلبدین څخه یې د پيښې په هکله پوښتنې وکړې، په پایله کې ثابته شوه چې ګلبدین نایب د لوبڅار سپکاوی کړی، او پر نوموړي بندیز ولګېد.

د یادونې وړ ده چې ګلبدین نایب د افغانستان په لست A سیالیو کې د مس عین لوبډلې مشري کوي، چې د غلطې مشرۍ په څار پر نوموړي یو شمېر نیوکې هم کیږي، همدا لامل دی چې دا مهال یې لوبډله تر ټولو وروستی مقام لري.

لا څرګنده نه ده چې د مس عینک لوبډلې مشري به په راتلونکو دوه سیالیو کې د ګلبدین نایب پرځای څوک کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د