fbpx

د بېلا بېلو څيښاکونو په حکم کي د علماء کرامو اختلاف

ابو المنظور «عطشان»

علماء کرامو د شرابو پر حراموالي باندي تر اجماع وروسته د شرابو د احکامو په تفصيل کي اختلاف کړی دی، پر درو ډولونو باندي، ياني فقهاء کرام په دې اړه سره پردرو ډلو وېشل سوي دي:

لومړۍ ډله يا ټولۍ درې امامان دي؛ لکه: امام مالک، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمهم الله او له حنفيه ؤ څخه د محمد بن الحسن يو قول او جمهور فقهاء کرام وايي چي ټول هغه څيښاکونه چي نشه راوستونکي وي، په خمر او شرابو سره نومول سوي دي او د هغه لږ او ډېر ټول حرام دي، ياني که چېري يو مسلمان له دې ډول څيښاکونو څخه څيښل وکړي، نو شرعي حد ورباندي جاري کېږي، هغه که يې دومره څيښلي وي چي د نشې اندازې ته رسېدلي وي او که يې تر هغه لږ څيښلي وي، په دواړو صورتونو کي حد ورباندي جاري کېږي؛ او همدا ډول ټول نشه راوستونکي څيښاکونه نجس او مردار دي او د هيڅ يوه يې رانيول او خرڅول جواز نه لري.

دويمه ډله ربيعه او داؤد دي چي هغوی فرمايي چي اشربه ټول حرام دي، خو نجس نه دي؛ د دې قولونو د تفصيل لپاره (المجموح شرح المهذب لنووي: ج ۲ / ص ۵۶۹-۵۷۰) ته رجوع وکړئ.

او درېیمه ډله امام اعظم ابوحنيفه، امام ابو يوسف، ابراهيم النخعي او ځيني د بصرې نور علماء کرام رحمهم الله دي؛ هغوی وايي چي څيښاکونه درې ډوله دي:

(۱): لومړي ډول هغه د انګورو اوبه دي چي سختي وي، وايشول سي او زګونه يې وپاشل سي، خو امام ابو يوسف -رحمه الله- د زګ د پاشلو قيد نه دی ورسره يو ځای کړی؛ دا ډول څيښاک خمر يا شراب دي حقيقتًا او په دې کي هيڅ شک نه سته؛ نو لږ او ډېر يې ټول حرام دي او په مطلق ډول يې پر څيښونکي باندي شرعي حد جاري کېږي. ياني که يې لږ څيښلي وي او که يې ډېر، که يې نشه کړی وي او که يې نه وي نشه کړی آن تر دې که يو څاڅکی وڅيښي هم حد ورباندي جاري کېږي؛ او دا ډول شراب نجس العين دي، نو رانيول او خرڅول او سوداګري يې هيڅ جواز نه لري.

(۲): دويم ډول څيښاک هغه درې ډوله شرابونه دي چي:

الف: يو ډول ته يې طلاء ويل کېږي، چي دا له انګورو څخه نستېږل سوي اوبه دي چي پخې سي او له دوو برخو څخه يې لږ برخه ولاړه سي.

ب: دويم ډول يې نقيع التمر دي چي په سَکَر سره نومول سوي دي، دا د خرما د اوبو دوښا ده.

ج: او درېيم ډول يې نقيع الذبيب دي، دا هغه ډول شراب دي چي په اوبو کي اوڅکي واچول سي او تر ډېره وخته پکښي پاته سي، اوبه سختي سي او سره وايشېږي.

پورتني درې ډولونه څيښاکونه چي يو يې طلاء، بل يې نقيع التمر او بل يې نقيع الذبيب دی، د امام ابوحنيفه -رحمه الله- په اند شراب ګڼل کېږي. او دا چي ځينو کسانو ويلي دي چي امام ابوحنيفه -رحمه الله- پورتني درې ډوله څيښاکونه شراب نه ګڼي، دا خبره هيڅ اصل او حقيقت نه لري.

نو پورتني درې ډوله شرابونه نجس دي او څيښل يې حرام دي، هغه که لږ وي او که ډېر؛ البته د لومړي ډول شرابو په څېر يقيني شراب نه ګڼل کېږي؛ له همدې امله يې پر هغه څيښونکي باندي شرعي حد نه جاري کېږي چي د نشې اندازې ته نه وي رسېدلی، يوازي پر هغه چا حد جاري کېږي چي د نشې حال ته يې ورسوي.

همدا ډول پورتني ډول شراب له يوه اړخه څخه د لومړي ډول شرابو سره مشابهت لري او له بله اړخه له درېيم ډول شرابو سره مشابهت لري؛ له همدې امله څيښل يې که لږ وي او که ډېر حرام دي، خو رانيول او خرڅول يې د امام اعظم ابو حنيفه -رحمه الله- په اند جواز لري، خو امام ابو يوسف او امام محمد رحمهما الله يې رانيول او خرڅول هم جايز نه ګڼي.

(۳): او درېيم ډول څيښاک هغه دي چي له پورتنيو دوو ډولونو څخه په حکم بېل دي؛ هغه لکه د خرما يا اوڅوکو اوبه چي په لږ ايشولو سره ايشول سوي وي او يا له انګورو څخه هغه نستېږل سوي اوبه چي پخې سي او دوې برخي يې ولاړي سي او همدا ډول د عسلو، غنمو، انځرو، اوربشو او دا ډول نورو شيانو اوبه. دا ډول څيښاکونه د امام اعظم ابوحنيفه او امام ابي يوسف رحمهما الله په اند تر هغه اندازې حرام نه دي چي د نشې حد ته نه وي رسېدلي؛ خو هغه اندازه يې بيا حرام دي چي د نشې اندازې ته رسېدلي وي.

د هغو الکولو حکم چي په درملو او سينټونو کي کارېږي

د امام اعظم ابوحنيفه -رحمه الله- په اند د شرابو له پورتنيو څلورو ډولونو څخه پرته نور څيښاکونه حرام نه دي، له دې څخه څرګندېږي چي هغه الکول چي نشه راوستونکي وي؛ نن ورځ دا ډول څيښاکونه خلګ ډېر زيات کاروي، همدا ډول دا الکول په زياتو درملو او سينټ عطرونو کي کارول کېږي؛ نو دا ډول څيښاکونه که له انګورو يا خورما څخه جوړ سوي وي، نو هغه نه حلالېږي او نه يې پاکوالي ته لاره جوړېږي؛ خو که چېري دغه څيښاکونه له خورما او انګورو څخه پرته له نورو شيانو څخه جوړ سوي وي، نو بيا د دغو الکولو استعمال د درملني او نورو روا کارونو لپاره جواز لري، البته تر هغه وخته پوري چي د نشې اندازې ته نه وي رسېدلي او دا چي دا له نورو موادو سره ګډېږي، نو حکم يې په نجاست باندي نه کېږي.

او د الکولو ډېر يې هغه چي په درملو او سينټ عطرونو کي کارول کېږي، له انګورو او خورما څخه نه دي جوړ سوي، بلکي هغه له نورو غلو دانو، پوستکو، پيټرولو او داسي نورو شيانو څخه جوړېږي.

د همدې مسائلو د پوره تفصيل لپاره د صحيح مسلم شرحي (تکملة فتح الملهم: ۳ ج / ۳۳۷-۳۴۲ ص) ته مراجعه وکړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د