شمالي پولو ته څېرمه روسي او تاجکستاني پوځیانو تمرینات پیل کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د تاجکستان دفاع وزارت وايي، شاوخوا ۱۰ زره پوځیان يې د روسيې له ۴۰۰ پوځیانو سره یو ځای د افغانستان پولو ته څېرمه د څلورو ورځو لپاره پوځي تمرینات کوي.

بې بې سې د یادې سرچینې په حواله وايي چې دوی له افغانستانه د ورباندې احتمالي برید لپاره دا پوځي تمرینات پیل کړي دي.

له روسي پوځيانو سره ۸۰ عرادې نظامي وسایط هم لیدل کېږي، چې بدخشان ولایت ګورنو سیمې ته څېرمه پر تمریناتو بوخت دي.

افغان حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو وړاندې تر دې روسي چارواکو پرلپسې دلته مېشت بهرنیان شمال ته د داعش په لېږدولو تورن کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د