د ټاکنو کمیسیون: ښايي غزني کې ټاکنې ونشي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي په غزني ولایت کې په ټاکنیزه پروسه کې شته جنجالونو ته په کتو ښايي هلته ټاکنې ترسره نشي.

د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر سید حفیظ الله پرون کابل کې خبري غونډې ته وویل، د غزني په ټاکنیزه پروسه کې د داخلو اړخونو د عدم توافق له امله امکان لري هلته د تلې په ۲۸مه ټاکنې ترسره نشي.

هغه دا خبرې په هغه خبري کنفرانس کې وکړي، چې ډېر تمرکز يې د حزب اسلامي د یو مشر انجینر ګلبدین حکمتیار د څرګندونو پر غبرګون و.

څو ورځې وړاندې حکمتیار وویل چې د ټاکنو کمیسیون او حکومت په دروغو د نوم لیکنې شمېره تر اتو میلیونو پورته بولي، د ده په خبره یوازې درې میلیونه او ۶۰۰ زره تنو خپل نومونه لیکلي دي.

هاشمي وویل هیڅوک هم باید له ثبوت پرته دومره لویه دعوه ونه کړي، په وینا يې دوی حاضر دي چې د هر لګېدلي سټېکر ځواب ووايي.

غزني چې د ټاکنو کمیسیون د قانون پر خلاف په استثنايي ډول پر دریو ټاکنیزو حوزو ووېشل شو، لا يې هم په اړه ولسونه، قومي مخور او ځينې سیاسیون یوه خوله نه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د