افغانستان

کونړ: د ماین پاکۍ مؤسسې ۱۲ کارکوونکي تښتول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د کونړ چارواکي وايي د دې ولایت په ماڼوګي ولسوالي کې د ماین پاکۍ د یوې مؤسسې ۱۲ کارکوونکي تښتول شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وايي، دغه کسان چې د ایریا په نوم د ماین پاکۍ د یوې مؤسسې کارکوونکي تېر سهار داعش وسله والو تښتولي دي.

هغه وايي دغه کسان له دوی سره له همغږۍ پرته ماڼوګي ولسوالۍ ته تللي و، چې د داعش جنګیالیو له لوري وتښتول شول.

مصمم وايي چې دوی د دې کسانو د خلاصون هڅه پیل کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x