زمانزي تر دې وړاندې ماليې وزارت کې هم دنده ترسره کړې ده

د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء رییس وټاکل وشو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): له اوږده انتظار وروسته د ټاکنو کمیسیون لپاره احمدشاه زمانزی د دارالانشا‌ء رییس وټاکل شو.

د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په روانه پروسه کې د دې چوکۍ تشه یوه بله ستونزه ګڼله، چې ارګ يې نن د ډکېدو خبر ورکړ.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي احمد شاه زمانزی د وړتیا او استعداد له امله دې چوکۍ ته ګمارل شوی دی.

د ټاکنو کمیسیون یو کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي د ارګ د دې اقدام هرکلی کړی او دا يې پر ځای ټاکنه بللې ده.

وړاندې تر دې پر دې چوکۍ امام محمد ورمیاچ دنده پر مخ وړه، چې ارګ د ناسم مدیریت له امله له دندې لرې کړ.

ټاکل شوې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو لپاره را روانې ټاکنې به د تلې په ۲۸مه ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د