fbpx

د ښوونځیو او ښوونیزو مراکزو باید تحفظ وشي

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

د دولتي چارواکو د خبر په حواله د تیرې سه شنبې په ورځ امریکايي هوايي ځواکونو د میدان وردګو ولایت ته څیرمه په زیولات سیمه کې د زراعت یواځینۍ مسلکي لیسه بمبار کړې او د هغې ودانۍ او ټول تعلیمي وسائل یې له منځه وړي .

تر دې یوه ورځ وړاندې په فراه ولایت کې هم افغان امریکايي ګډو ځواکونو د امام ابوحنیفه په نوم دیني مدرسه او د هغې په خوا کې یو منځنی ښوونځي بمبار کړې او ټول تعلیمي وسائط يي ور تخریب کړي.

تر دغو دواړو پیښو وړاندې د لوګر په ولایت کې د لوګر محلي طالبانو په کلیوالو سیمو باندې د تکراري بمباریو د مخنیوي په غرض د لوګر په ولایت کې ډیري ښوونځي تر نامعلوم وخت پوري تړلي دي.

په تیره یوه اونۍ کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې پر تعلیمي مرکزونو بریدونه او یا د مختلفو وجوهاتو له امله د هغوی تړل له شکه پرته چې پر تعلیمي بهیر ډیرې ناوړه اغیزې لري.

په خاص ډول په سرد سیر (سړو) سیمو کې چې همدا وخت یې د تعلیمي کال د څلورنیم میاشتنیو امتحانونو ورځې دي دغه ډول موانع د هغوی د یوه پوره تعلیمي کال له ضایع کیدو سره برابر دی.

تعلیمي ، صحي او نور عام المنفعه تأسیسات په ملي او بین المللي قوانینو کې خپل تحفظ لري چې هیڅوک حق نه لري هغه مورد هدف او یاهم د هغوی د عام المنفعه خدمتونو مخنیوی وکړي.

همدا وجه ده چې پر تعلیمي او نورو عام المنفعه ځایونو برید کول او یاهم د هغوی د ټولګټو خدمتونو مخنیوی کول بشري جنایت بلل کیږي چې باید په هیڅ صورت تر سره نه شي.

باید د جګړې ښیکلې خواوې دغه اصل ته په پاملرنې سره د ښونځيو له په نښه کولو او یا هم د هغوي د تعلیمي فعالیت له مخنیوي څخه جدي خود داري وکړي.

فراه ولايت فراه رود ولسوالۍ تودنګ سيمه کې بمبار شوې مدرسه

ميدان وردګو د جلريز ولسوالۍ مسلکي ليسه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د