fbpx

ارګ کې د کابل د خوندیتوب لپاره امنیتي ناسته وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): نن په ارګ کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د کابل له امنیتي مسؤلینو سره شریکه ناسته وشوه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دې غونډه کې د کابل پر خوندیتوب بحث وشو او د کابل ښار ګارنیزیون ته امر وشو، چې «خپل ځانګړی ځای پیدا کړي.»

تېره ورځ ملي شورا د کابل ښار شاوخوا کې د طالبانو نفوذ د اندېښنې وړ یاد کړ.

وکیلانو د خاکجبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو واک کابل ښار کې د حکومت لپاره د خطر زنګ یاد کړ.

ارګ په داسې حال کې د کابل ښار د خوندیتوب لپاره امنیتي ناسته کوي، چې په تېرو څو ورځو کې پرلپسې د طالبانو په غلچکي بریدونو کې پوځي او امنیتی منسوبین په نښه شول.

پرون سهار مهال د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د ملي دفاع وزارت یو افسر د طالبانو په برید کې ووژل شو.

تر هغه وړاندې په یاده سیمه کې د پغمان ولسوالۍ د کشف امر ووژل شو او د کابل ښار شمالي څنډه کې د طالبانو په بمي چاودنه کې د پنځمې امنیتي حوزې امر ټپي شو.

نږدې درې اوونۍ وړاندې د کابل ښار زړه کې د پکتیکا د صفر یو قطې قومندان عزیزالله کاروان هم د طالبانو د غلچکي برید ښکار شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د