اویا کلن سعودی چې له دیرش کالو راهیسې نه دی ویده شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د سعودي هېواد په باحة ښار کې یو داسې ۷۰ کلن سړی دی چې د ژور خپګان ناروغۍ له امله له تېر ۳۰ کالو راهیسې په طبیعي ډول نشي کولای ویده شي.

دغه سړی چې «سعود محمد محسن الغامدي» نومیږي ۳۰ کاله وړاندې د سعودي په پوځ کې دنده ترسره کوله، د څه اضافي کارونو له وجې چې ده په پوځ کې ترسره کول له ژور خپګان سره مخ شو، چې له هغه وروسته یې ډول ډول کوښښونه کړي خو هیڅ شي ورسره مرسته نه ده کړې.

نوموړی که څه هم هاغه وخت روغتون ته د درملنې لپاره لیږدول شوی و خو د پوره درملنې نه کولو په صورت کې له دغه سخت حالت سره مخ شو، چې څه کم ۳۰ کاله یې د خوب لپاره سترګه نه ده پټه شوې.

غامدي وروسته له دې چې حالت یې سخت شوی و او ناروغي يې اوږده شوې وه یو شمېر روغتونونو ته د درملنې لپاره تللی، خو هیڅ کوم ډاکټر د نوموړي په سمه توګه درملنه نه دی بریالی شوی، مګر ځینې ډاکټرانو د یو څه وخت لپاره د ذهني ارامتیا داسې درمل ورکړي چې د نوموړي په وینا دده په بیده کېدو کې هیڅ ګټه نه کوي.

ددغه کس حالت ډیر خلک او ډاکټران حیران کړي، او شاید باور یې هم نکړي، خو یو شمېر رسنیو ددغه خبر تاييد کړی، او ویلي یې دي چې دوی ددغه سړي زیارت وکړ او د ځايي خلکو څخه یې د نوموړي ناروغۍ په اړه پوښتلي دي.

د ځايي خلکو نوموړی د باحې ښار په یو شمېر روغتونونو ګرځولی خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړې، او د دولت څخه یې غوښتي چې په سترو روغتونونو کې د نوموړي درملنه وکړي، تر څو د غامدي روغتیا سمه او خپل طبیعي حالت ته راشي.

پر ټولنیزې شبکې «ټویټر» د رسنیو لخوا ددغه خبر په ځواب کې ځینو کاروونکو ویلي چې دغه ناروغي (Fatal Familial Insomnia)، یوه نادره ناروغي ده، چې دماغ زیانمنوي، او د اوږدوالي پر مهال د سړي خوب له منځه وړي او یا هم لیونی کیږي، په نړۍ کې پر دغه ناروغۍ یوازې ۴۰ کورنۍ اخته دي.

دوی زیاتوي په عام ډول دغه ناورغي چې د انسان ژوند له خطر سره مخ کوي، د عمر په پخیدو سره رامنځته کیږي، او نورو ته هم د انتقالیدو امکان لري، دغه ناروغي که له اوه میاشتو څخه تر ۳۶ میاشتو اوږده شي انسان له مړینې سره مخ کوي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د