ستا پټرول ثواب او زما وینه فساد، څه عجیب غوندي انصاف

د اسلامي همکارۍ سازمان ودانۍ - جده

لیکنه: بخت الرحمن شرافت

تیره ورځ د اسلامي همکاریو دسازمان ((OIC)) دسیاسي چارو عمومي رئیس طارق علي بخیت یوه لیکنه کړې وه، نوموړي لیکلي وه چې افغاني طالبان له اسلام څخه دجنګ د وسیلې په توګه کار اخلي، نوموړي دا وینا د سعودي عرب د جدې په ښار کې دعلماؤ په نوم د نیکلسن دپروژې داستازو له غونډې څخه وروسته وکړه.

نوموړي ګیله امېزه او اوږده لیکنه کړې او لیکلي يې دي، چې طالبان له اسلام څخه دجنګ د وسیلې په توګه کار اخلي، ولي نور افغانان چې اشاره یې دجدې غونډې ته وه بیا غواړې چې له اسلام څخه دسولي لپاره کار وکړي.

د دوي په اصطلاح دجدې دعلماؤ غونډه په داسي وخت را بلل شوې وه چې په ورته وخت کې له جدې څخه څلور زره (4000) میله لري (بروکسل) ښار کې د ناټو تر مشرئ لاندي یوه بله غونډه رابلل شوې وه څو دناټو غړو هیوادونو په شمول ځینو نورو هیوادونو باندي فشار راوړي، چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي، او په نفتو باندي شتمن هیوادونه بیا قانع کړي، چې دافغانستان دجګړې لپاره نور پټرول ورکړي.

عاقل او هوښیار کس به په کوم عقل او کوم ضمیر دغې غونډې ته ورغلی وای چې نوم یې په افغانستان کې دامن او ثبات ورکړی وه، دبهرني یرغل په مقابل کي روانه جګړه یې فساد نومولې وه، حال داچې په عین وخت کې ددغې غونډي دافغاني استازو نور ملګري بیا له دغه ښار څخه (۴۰۰۰ ) څلور زره میله لري سره راټول شوي وه ، څو داشغالګرو ځواکونو د هیوادونو چارواکو ته قناعت ورکړي چې دافغانستان اشغال لپاره نور عسکر ولیږي، او ځیني نور عربي هیوادونه راضي کړي چې دافغانستان د اشغال په موخه له ناټو سره هم غږي سي او دهیواد عسکر یې په واک کې ورکړي.

دبروکسل غونډه کې به ضرور له ځینو عربو هیوادونو څخه داغوښتنه هم سوې وي، چې دافغانستان اشغال او جنګ تود ساتلو لپاره ورکړل شوي پټرول بسنه نه کوي باید زیات یې کړي څو د فدایانو وینه باندي وچه کړي، چې د هغه خداي ددین دساتلو په غرض یې په اخلاص او بیړه قربانوي، کوم چې نیکلسن یې دکور په وړاندي د رحمان په جامو کې دشیطان غونډه راغوښتې وه.

ډير محترم سلمان او محمد بن سلمانه له هغه حرم څخه حیا وکړۍ کوم چې هرکال دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه تر درې ملیونه پوري حاجیان دګناهونو دبښنې په تمه ورځي، سعوديان دي له هغه حرم څخه وویریږي، چې له برکته یې دنعمتونو شمیر نشي کولی.

بس کړۍ نور مو په نړۍ کې دمسلمانانو وینه وچه کړه، لږ څه مو سپین سترګي او بې شرمه بادار ته سپیني سپوري وکړئ، نور ورته د خپلو مسلمانو وروڼو دکورونو د ورانولو او سوځولو لپاره پټرول مه ورکوئ، لږڅه حساب ځیني وغواړئ نور یې ستاسو د تیلو چینې او اسلامي امت دبدن وینه ټوله وچه کړه.

په قسم درته وایم په اسلامي نړۍ کې بل کړل شوي اور کې لویه ونډه ستاسو د پټرولو ده، عراق، سوریه، یمن او لیبیا کي مسلمانان ستاسو دپټرولو د اورلمبو کې لولپه شوو.

ایا نه پوهیږۍ چې له تیرو دوو لسیزو څخه افغانستان کې بشر وژنه چا پیل کړې، بي ګناه انسانان څوک وژني، د تیرو لسیزو ناورین هیر کړئ، یواځي د روانې اونۍ ځينو پیښو باندي غور وکړئ، چې افغانستان کې خلګ څوک وژني، مکاتب او مدارس څوک ویجاړوي د افغاني ځوانو نسلونو د بې علمۍ او ناپوهۍ هڅه څوک کوي، څوک دغه ولس دجهالت کندې ته ټيل وهي، ایا تاسو نه پوهیږۍ چې امریکا غلامانو ته پوهنه ورکول جرم و، نن امریکا له اسلامي امت سره عینا دخپلو غلامانو معامله کوي.

هغه امریکا چې ستا په پټرولو باندي سا کاږي او ستا په تیلو باندي یې جنګې بیړۍ روانه کړې ده، له تیري یوې اونۍ راهیسي دهیواد په لر او بر کې بي شمیره ولسي افغانان شهیدان کړل.

دبشري او انساني عاطفې له مخې دیو ګړۍ لپاره د ټلفون ګوشۍ درپورته کړه له اشرف غني څخه دده خپله پلرنۍ ټاټوبي (بابوس) کلي پوښتنه وکړه چې هلته څه تیر شوو، بیا ورڅخه دفراه رود ولسوالۍ بلال خیل کلي مالومات واخله چې هلته دا نن ورځ څه روان و، همدارنګه په ترتیب سره دننګرهار ولایت خوګیاڼو او همدارنګه دمیدان وردګ ولایت دجلیز ولسوالۍ حال واخله او ستا دکور خواکې دالله په عظیم حرم باندي قسم ورکړه چې هلته څوک وژل سوي او چا وژلي.

بخیت، سلمان او محمد بن سلمانه، الله مو په سترګو ړانده کړه، بخیته په ایمان درته وایم هغه طالب چې ته وایې له اسلام څخه دجنګي وسلې کار اخلي، دنړۍ دمظلومو او معصومو ملتونو په وړاندي ستا او ستا دبادار ظلم او بربریت دې ته اړ کړی چې دبشریت دنجات په موخه سینه پوري بم وتړي، داسلام دتقويې او اعلاء کلمة الله لپاره ستا دپټرولو په مټ بل کړل شوی اور خاموشه کړي.

بخیت ګیله ګړی چي دجدې غونډه د اسلامي همکاریو دکنفرانس (OIC) له خوا رابلل شوې ده، خو طالبانو وړاندي له دې څخه چې غونډه دائره شي، د نیکلسن پروژه یې وبلله او ورسره یې مخالفت څرګند کړ.

ښاغلی بخیت صاحب که غونډه رښتیا هم د اسلامي کنفرانس دهمکاریو سازمان (OIC) لخوا را غوښتل سوې وای او (آو آی سي ) رښتیا غوښتی چې افغانی شخړه کې دخیلو اړخونو ترمنځ دثالث باالخیر رول اداکړي، باید طالب اړخ ته یې هم څه توجه کړې وای، که یې طالب پلوه علماؤ ته دې غونډه کې دبرخې اخیستنې بلنه نه وی ورکړې، دومره خویې ضرور کړي وای، چې دغونډې په جریان کې یې افغانستان کې بهرنیو یرغلګرو ته اشاره کړې وای، اول خو یې باید افغانستان کې دبهرنیو هیوادونو نظامي حضور ته د اشغال نوم ورکړی وای، که یې د اشغال نوم نه شو ورکولی بیا یې اقلا ورڅخه پوښتنه کړې وای چې افغانستان ته څه لپاره راغلي، تیرو اولسو کلونو کې یې څه کړي، ځواکونه يي دغه هیواد کې دکوم هدف لپاره میشت دي.

غوره خو داوه چې دجدې غوندي یوه بله غونډه یې مدینه منوره کې رابلل شوې وای، دغه غونډه کې یې طالب پلوه علماء دنړۍ له هغو علماؤ سره کښینولی وای کوم چې جدې ته یې دکابل ادارې څو تنه تنخوا خواره ورته راغوښتي وو.

له نړۍ څخه راغلو علماؤ په جلا جلا توګه له طالب پلوه او حکومت پلوه علماؤ سره مجلسونه کړې وای، ددواړو اړخونو نظرونه یې اوریدلي وای، وروسته دجدې او مدینې منورې غونډې دواړې یوځاي په مکه معظمه کې دالله دستر کور په وړاندي اختتام پذیرشوې وای، دخداي په کور کي مو دخداي دخوښې فیصله کړې وای، دغې غونډې ته که بیا طالب دنیکلسن پروژه ویلي وای بیا به نړۍ طالب ملامت کړې وای، دا غونډه به بیا رښتیا هم د (بخیت) او (OIC) غونډه بلل شوې وای طالب او دطالب ملګري به یې پریکړو ته غاړه هم ایښې واي، له سلمان، محمد بن سلمان او بخیت څخه به یې مننه کړې واي.

داچې په غونډه کې چا افغانستان کې نه بم ولیدی او نه دبم مور نه یې فساد ته اشاره وکړه او نه اشغال ته، نو دغې غونډې ته چې یو ازاد افغان دنیکلسن پروژه ونه وایې څه به ورته وایې؟

دجدې او بروکسل غونډو کي زه هیڅ توپیر نه وینم، غونډې دواړه یو ډول غونډې وې، توپیر یې یواځي د اشخاصو په ظاهري شوشا او شکلونو کي و، بروکسل ته یې په غربي جامو پوښلي عسکري چارو شنونکي او اقتصاد پوهان لېږلي وو، څو دافغانستان دجګړې لپاره نوري وسلې، عسکر او تیل پیداکړي.

او جدې ته یې بیا د اسلام په جامو کي دایمان او عقیدې شیطاني مسلکیان استولي و، څو له افغانانو څخه عقیده او ایمان واخلي، دا ټول دیوې نظریې او یو فکر کسان وو، سربیرن پوستکي یې جلا او زړونه د ټولو یو وو، که د بروکسل د غونډې برخه والو اکثره غړي له ایمان څخه خلاص وو، دجدې دغونډي برخه والو ایمانونه هم په صفر باند ضرب وو، فرق صرف دومره و، چې دبروکسل دغونډې د نامسلمانو برخه والو ضمیر ژوندی وه له خپل هدف څخه نه تیریدو ضمیر یې ورته اجازه نه ورکوله چې له خپلو ملي ګټو څخه تیرشي، خو دمسلمانو برخه والو ضمیر مړ او وجدان یې له لاسه ورکړی و.

نو بخیت وروره ناراضه نه شې، دا ډول غونډې وړاندي هم ترسره شوې، په نړۍ کې له نیکلسن څخه بغیر هیچا یې کوم هرکلی ونه کړ، که څه هم غونډې دوې وې خو پروژه یوه پروژه وه، دیوې غونډې برخه والو کوښښ وکړ چې افغانان ایمان پلورلو ته قانع کړي، اوبلې یې بیا هڅه کوله چې سعودیانو څخه پټرول ترلاسه کړي، له سعودیانو څخه به پټرول واخلي، خو افغانان ایمان په هیڅ نه پلوري، دایمان او عقیدې ساتنه په هغه پاکه وینه کوي، کوم چې دنیکلسن په اشاره اوستا په نا پاکه خوله دپروژې په اخیر کې ورته دفساد وینه وویل سوه، خو درته په قسم وایم چې زما دفدایې جانان وینه د زمزم له اوبو څخه هم زر کرته قیمتي ده، ځکه دا وینه دایمان له چینې او غیرت له چشمې څخه را خوړیږي، د ایمان او غیرت چینه ډيره په ګرانه موندل کیږي دا هغه وینه ده چې دزمزم دخالق له قانون څخه دفاع کوي، دا د ایمان، عبقریت او همت له غره څخه راخوریدونکې چینې هغه څاڅکي دي، چې دنړۍ د ټول شر په شمول د فولادی دیوالونو او ایټمي طاقتونو غرور یې سرنګون کړ.

نیکلسنه د بروکسل غونډه دي مبارک شه، خو جدې پانګونې دي تاوان وکړ.