د عمومي سولي لپاره یوه طرحه

واحد فقیري

د نړیوال بحران ګروپ د جولای پر ۱۹ باندي په افغانستان کي د اختر په ورځو کي د اوربند په باره کي یوه اوږده تحلیلي لیکنه کړې ده. خو دلته به ئې لنډه ترجمه وړاندي سي.

متن:

د اختر په ورځو کي د افغان حکومت، بین المللي قواوو، او طالبانو یو بې سابقه اوربند مراعات کړ. دې اوربند دا وښوده چي دواړو خواوو پر خپلو جنګیالیو باندي پوره کنټرول لاره. د دواړو طرفونو جنګیالي په اوربند خوشحاله ول.

دواړو طرفونو پر یو بل باندي اعتماده پیدا کړ، حال دا چي لدې څخه مخکي یو طرف هم پر بل پلو اعتماد نه لاره. د اوربند په جریان کي تشدد او مرګ ژوبله په ډارماتیکه توګه راکښته سوه. دې اوربند دا هم وښوده چي د سولي لپاره پراخ داخلي حمایت موجود دئ. اوربند دا هم ثابته کړه چي د سولي د مذاکراتو وخت رارسېدلی دئ، او ټولي خواووي سولي ته چمتو دي. اوس نو څه باید وسي؟

لومړی، متحده ایالات باید د طالبانو سره د خبرو یو رسمي چېنل خلاص کړي. واشنګټن باید یو با صلاحیته استازی وټاکي چي په قطر کي د طالبانو له دفتر سره مخامخ خبري وکړي. متحده ایالات باید دغه راز د امریکايي قواوو د اخراج مسله هم مطرح کړي، او دا کار باید علني او رسمي وکړي. متحده ایالات باید د خپلو قواوو د را ایستلو مسله د طالبانو او کابل حکومت تر مینځ پر داسي یوې موافقې باندي مشروطه کړي چي د اکثرو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.

دوهم، د طالبانو لیډرشیپ باید د افغان حکومت سره خبري کول ومني. طالبان باید دا هم ومني چي د امریکايي قواوو اخراج د سولي پر عمومي موافقې باندي مشروط دئ. دغه راز، طالبان باید د قدرت د شریکولو مسله هم ومني، او د اساسي قانون د تعدیل خبره هم قبوله کړي.

درېیم، ټول طرفونه باید د اعتماد سازۍ لپاره اقدامات وکړي. هغوی باید عمومي اوربند ته چمتو وي. د بندیانو تبادله ومني. د طالبانو په ساحو کي د عمومي خدماتو رسول قبول کړي. او د اوربند په جریان کي مسولانه برخورد وکړي.

البته په افغانستان کي داسي قوي فکتورونه سته چي سوله نه غواړي. نن سبا، طالبان تر بل هر وخت غښتلي دي. پراخي سیمي ئې تر ولکې لاندي دي. دواړي خواوي پر یو بل باندي سخت بې اعتماده دي. بلخوا، په هیواد کي قوي زورواکان په جنګي اقتصاد کي خپلي ګټي ویني. سیمه ایز حالات هم ښه نه دي. د متحده ایالاتو، ایران، روسیې، او پاکستان روابط هم ډیر ترینګلي دي.

خو لدې ټولو مشکلاتو سره سره په افغانستان کي د سولي راتګ د متحده ایالاتو په ابتکار پوري تړلی دئ. امریکا باید داسي اقدامات وکړي چي دا خنډونه لیري کړي. واشنګټن مجبوره دئ چي د طالبانو سره مخامخ خبرو ته کښېني، خو په عین زمان باید د کابل حکومت ته ډاډ ورکړي چي یوازي به ئې خوشي نه کړي، او نه به هم یو دم خپلي قواووي راوباسي.

په پای کي، تر ټولو مهم چلنج دا دئ چي اول باید د سولي مذاکرات شروع سي. د سولي په پروسه کي د متحده ایالاتو پېشقدمي او ابتکار حیاتي اهمیت لري. د امریکا د قواوو اخراج باید د سولي پر عمومي موافقې باندي مشروط وي.

سرچینه:

https://www.crisisgroup.org/asia/south-asia/afghanistan/298-building-afghanistans-fleeting-ceasefire

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمدرحیم
میلمه

البته په افغانستان کي داسي قوي فکتورونه سته چي سوله نه غواړي. نن سبا، طالبان تر بل هر وخت غښتلي دي. پراخي سیمي ئې تر ولکې لاندي دي. دواړي خواوي پر یو بل باندي سخت بې اعتماده دي. بلخوا، په هیواد کي قوي زورواکان په جنګي اقتصاد کي خپلي ګټي ویني. سیمه ایز حالات هم ښه نه دي. د متحده ایالاتو، ایران، روسیې، او پاکستان روابط هم ډیر ترینګلي دي. پورتنی فکتورنو خلاصه په دی کی ده چه: امریکا هیڅکله هم نه غواړی دا خاوره(افغانستان) له لاسه ورکړی هسی د خلکو سترګو کی خاوری شیندل کوی د زرکی چم کوی… نور لوستل »