کرېکټ: فخر زمان او پاکستان پر زمبابوې نوي ریکارډونه جوړ کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په څلورمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د پاکستان لوبډلې تکړه چپ لاسي اوپنر توپوهونکي «فخر زمان» پر زمبابوې لوبډلې نړیوال ریکارډونه جوړ کړل.

فخر زمان لومړی پاکستانی توپوهونکی شو چې په یو ورځنۍ سیالیو کې یې له ۲۰۰ زیاتې منډې جوړې کړې، له دې وړاندې چپ لاسي سعید انور ۲۱ کاله وړاندې د هندوستان پر وړاندې ۱۹۴ منډې جوړې کړې وې.

په دغه سیالۍ کې پاکستان لوبډلې د اوپنرانو تر ټولو زیاته ملګرتیا جوړه کړه، چې په یو ورځنیو سیالیو کې نړیوال ریکارډ شو، امام الحق او فخر زمان د لومړۍ ویکټې په ملګرتیا ۳۰۴ منډې جوړې کړې، چې له دې وړاندې د سرېلنکا لوبډلې اوپنرانو جیسوریا او ترنګا د ۲۸۶ منډو په جوړولو دغه ریکارډ خپل کړی و، امام الحق ۱۱۳ منډې او فخر زمان ۲۱۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او په نړیواله کچه پنځم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شو.

له ده وړاندې په یو ورځنیو سیالیو کې لومړی زیاتې منډې جوړونکی د هند اوپنر توپوهونکی روهیټ شرما دی، چې ۲۶۴ زیاتې منډې یې جوړې کړې، د نیوزېلنډ مارټن ګپټل ۲۳۷ منډو سره په دویم، هندوستانی وریندر سیواګ ۲۱۹ منډو سره په درېیم، کریس ګیل ۲۱۵ منډو په جوړولو څلورم او اوس فخر زمان د ۲۱۰ منډو په جوړولو پنځم مقام خپل کړ.

په دغه سیالۍ کې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې اوپنر توپوهونکو په ۴۲ اورونو کې د ۳۰۴ زیاتو منډو ملګرتیا جوړه کړه، په همدې ډول ورپسې دویم لوبغاړي هم چټکه لوبه وکړه، چې په پای کې پاکستان د ۵۰ اورونو په لوبولو د یوې ویکټې په سوځېدلو ۳۹۹ منډې جوړې کړې او زمبابوې ته یې د ۴۰۰ منډو هدف وټاکه، دا په یو ورځنۍ سیالۍ کې د پاکستان ترټولو زیاتې مجموعي منډې دي. اوسمهال زمبابوې لوبډله توپوهنه کوي.

د پاکستان لخوا امام الحق ۱۱۳، فخر زمان په ۱۵۶ توپونو د ۵ شپږیزو او ۲۴ څلوریزو پر مټ ۲۱۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، همدا ډول په پای کې اصف علي نیمه سلیزه ووهله او ۵۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

پاکستان کرېکټ بورډ له ډيرې مودې راهیسي په لوبډله کې یو شمېر بدلونونه رامنځته کړي، چې دوی ته یې مثبتې ګټې ورکړې دي، یو له دوی څخه اوپنر چپ لاسی توپوهونکی فخر زمان دی، چې په تيره نیږدې کې یو شمېر ریکارډونه پخپل نوم کړل، او د پاکستان لپاره یو تکړه اوپنر ثابت شو.

د یادونې وړ ده چې پاکستان لوبډله په تېره نیږدې کې ښه ځلیږي، په تېره لوبه کې یې هم زمبابوې لوبډله په ۶۷ منډو وسوځوله چې په ځواب کې پاکستان لوبډې ټاکلی هدف په لسم اور کې پوره کړ، چې د زیاتو توپونو لرلو ریکارډ یې جوړ کړ.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د