نظــرپیښې او دریځونه

د بابا آرمان

عبدالرحیم (ثاقب)

د ۱۹۹۰ کال د نوومبر د میاشتې په ۲۵ د پیښور په آبدره روډ مکتب الخدمات پوري اړوند یوې ودانې کې د شهید عبدالله عزام رحمه الله د شهادت د لومړي تلین په مناسبت یوه نسبتا لویه غونډه جوړه شوې وه .

په غونډه کې د نورو تنظمي مشرانو ترڅنګ ستر جهادي رهبر خالص بابا رحمه الله هم ګډون درلود.

د غونډې د ستیج ( دريځ ) چاري د شهید استاد محمد یاسر رحمه الله لخوا پرمخ وړل کیدې او په فصیحه عربي ژبه یې وینا وال ستیج ته رابلل.

د غونډې اکثریت برخوال عربان وو ځکه د غونډې د ویناوالو خبرې هم ټوله په عربې لسان وي.

د وخت جهادي رهبرانو هر یوه په خپل نوبت د شهید عبدالله عزام د کارنامو او جهادي فعالیتونه یادونه کوله او هغه یې په ډیر شدومد سره ستایل.

ښاغلی سیاف ته په نوبت رسیدو او ستیج ته په رابللو سره په ټول مجلس یوه ډول خاصه چوپتیا حاکمه شوه.

دا چوپتیا دومره ځنډنۍ شوه چې شهید استاد یاسر اړشو په مکرر ډول سیتج ته د ښاغلی سیاف بلنه تکرار کړي ، د ښاغلی سیاف د ځنډ له اوجې نورهم د مجلس برخوالو پام د هغه په لوري واوښت چیرته چې نوموړی د غونډې د مهمو مشرانو برخوالو په ځای کې ناست و.

ښاغلی سیاف د شهید عبدالله عزام د نوم له اوریدو سره یو په یوه داسې له ژړا شین شو لکه سړی چې په ویښینې خپسکه ونیسي …

د عبدالله عزام جنازې ته د سیاف د ارمان ژړا

د نوموړي دغه تصنعي حالت ټول مجلس متاثرکړ، حتی خپله شهید استاد یاسر رحمه الله نور د مجلس تر پایه پوري ټولې خبرې په ژړغونې لهجه کولې…

د یادولو وړده چې ښاغلی سیاف د شهید ډاکټر عبدالله عزام د شهادت په ورځ هم د ډیرې ژړا له وجې ونه توانیده چې د هغه د جنازې او تدفین په مراسمو کې وینا وکړي.

په هرصورت دلته زماد لیکنې اصلي موخه د بابا رحمه الله په یوې خبرې متمرکزه ده چې هغه ورځ یې له هرقسم ریاکاري، تظاهر او تملق پرته د شهید عبدالله عزام د قدرداني او د هغه د جهادي خدمتونو د یادولو په خاطر وکړه .

بابا په غونډه کې د خپلو ساده خو ډیرو درنو او موثرو خبرو په ترڅ کې وویل:
(( شهید عبدالله عزام رحمه الله د جهاد او مجاهدینو د حمایت او ملاتړ په جرم شهید کړای شو. نوموړی که څه هم چې اصلا فلسطینی خو اوس هغه زمونږ د جهادي سنګرونو ملګري او د شهادت لامل یې د افغان جهاد حمایت و.

لهذا نوموړی شهید اوس د افغانستان د جهاد شهید دی، تیرکال چې دی په همدې ورځ شهید کیده ، زه هغه مهال د جهادي تنظیمونو د ایتلاف د مشر په حیث په بهر کې وم ، که زه هغه مهال دلته وای ما به حتما د شهید عبدالله عزام جنازه افغانستان ته وړي او هلته به مي د خوګيانو په خپلې پلرنۍ هدیرې کې خاورته سپارلی وه؛ ځکه د هغه په ژوند او شهادت پوري زمونږ د جهاد تاریخ تړلی نو باید د هغه مدفن هم زموږ د هیواد په داخل کې وای.))

شپې ورځې دې تیریږي او خالص بابا رحمه الله د پخواني شوروي اتحاد د شړونکي فاتح مشر په حیث پر افغانستان د امریکايي یرغل شاهد هم کیږي ، خو د نورو مصنوعي، متملقو ، متظاهرو او ریاکاره جهادي مشرانو برخلاف بابا په نیمګړي صحت او خوړلي عمر ستر طاغوت امریکا ته د تسلیمي او ذلت پر ځای د هغوی په خلاف د جهاد اعلان کوي ، او د دې جهاد د اعداد او تیاري لپاره په هماغه خوړلي عمر او ناروغ صورت د هجرت او جلاوطني لاره غوره کوي…

بالاخره د هجرت په دې اغزنه لاره کې په افغانستان کې د امریکا د ناکامي او په هیواد کې د اسلامي حاکمیت د راتلو په هیله خپله مجاهده روح الله ته سپاري او لکه خپل مهاجر ملګری شهید عبدالله عزام دی هم له خپل هیواد او د خوګیاڼو له پلرنۍ هدیرې ډیر لیري د جلا وطنۍ په دیارکې په یوه نامعلوم ځای کې خاورو ته سپارل کیږي …

دا چې په خالص بابا پوري زمونږ د هیواد جهادي تاریخ څومره برخه وابستګي لري ، هغه د تورې بوړې له جهادي جبهاتو، د مرحوم له سلګونو لیکنو او جهادي او علمي تألیفاتو او نورو ټولنیزو فعالیتونو څخه څرګندیږي …

خدای دي د بابا او زمونږ د ټولو پخوانیو او اوسنیو جهادي اتلانو ارواګانې خوشاله لري…

یادونه دې تل او جهادي لاره دې په مخلصو لارویانو پاللې وي…

د ننګ ټوټه به مې هر هډ وي … که پس له مرګه مې پر ګور راسې مینه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx